طالبان وایي بلخ کې یې د ۲ قومندانانو په ګډون ۱۳ عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

عزم(سه شنبه، ۲۳ تله ۱۳۹۹): بیګا شپه د بلخ په شورتپې ولسوالۍ کې طالبانو په څو پوستو بریدونه کړي دي چې پکې پولیسو ته مرګ ژوبله هم اوښتې.

سیمه ییزې سرچینې وایی چې جګړه د شورتپې ولسوالۍ اړوند په جوی وکیل او سارپته سیمو کې رامنځته شوې چې مرګ ژوبله هم لري.

د بلخ ولایتي چارواکي تر اوسه په دې اړه څه نه وایي، هڅه مو وکړه د بلخ د ولایت د ویاند نظر هم واخلو خو و نه توانیدو.

بلخوا بیا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې د جوی وکیل او سارپته سیمو کې یې په پوستو د برید په ترڅ کې د قومندان سید احمد او قومندان نور ضابط په ګډون ۶ عسکر وژلي ۷ تنه نور یې ټپیان کړي.

مجاهد همدا راز ادعا کړې چې په هغو کومکي عسکرو یې هم برید کړی چې جګړې ته د پوستو د عسکرو کومک ته روان وو، چې درې ټانګونه یې ترې ویشتلي او ګنو عسکرو ته یې پکې مرګ ژوبله اړولې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button