ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازې رنګینه کارګر له ۱۴ میاشتو راهیسې ورکه ده

عزم(سه شنبه، ۲۳ تله ۱۳۹۹): ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازې رنګینه کارګر له تیرو څوارلس میاشتو راهیسې یادې جرګې ته نه ده حاضره شوې.

ویل کیږي چې هغه په رخصتي باندې امریکا ته د اولاد زیږولو لپاره تللې وه خو هغې هلته څوارلس میاشتې تیرې کړی دي او داسې هم ویل کیږي چې هلته یې د سیاسي پناه غوښتنه کړې.

کارګر یواځې دانه چې د جرګې تالار ته نه ده راغلې بلکې هره میاشت یې ۲۹۰ زره افغانۍ یې هره میاشت خپل او د ساتونکو معاش هم اخیستی او هغه هم نه دي پرې بندې شوې.

یواځې رنګینه کارګر نه ده بلکې د دولت ډیری چارواکي داسې دي چې په بهرنیو هیوادونو کې اوسیږي، خو معاشات یې دوی اخلي، ځینې خو بیا د بهرنیو هیوادونو اتباع چې خیالي کارکوونکي دي او زرګونه ډالر معاش اخلي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button