طالبان وایي له امریکایانو سره د حکومت سپارلو هیڅ کوم تړون نه لري

عزم(سه شنبه، ۲۳ تله ۱۳۹۹): څو شیبې وړاندې کابل نیوز یو راپور خپور کړ چې ګواکې قطر کې د طالبانو یو لوړپوړي چارواکي ورته ویلی چې له امریکایانو سره یې دا هوکړه کړې، که د کابل ادارې مذاکراتو کې ناغیړي کوله دوی به ورته په دې شرط حکومت انتقالوي چې د امریکا ګټې به خوندي ساتي.

طالبانو سمدستي دغه خبر ته غبرګون وښود او دا یې تش افواهات وبلل.
”موږ د کابل نیوز په نامه رسنۍ هغه افواهات په کلکه ردوو چې وايي اسلامي امارت له امریکا څخه غوښتي چې واک موږته وسپاري او ګواکې کومه پټه معامله ورسره لري.
دا ډول پروپاګند د روانو سولیزو پروسو د تخریب لپاره یوه هڅه ده.“

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی ”له چا څخه نظام او حاکمیت په خیرات کې نه غواړي“، که یې معامله کولی دا شل کاله یې مبارزې ته څه ضرورت وو.

هغه وړاندې ویلی چې له امریکا سره یې په هغو موضوعاتو خبرې کړي چې تر هغوی بورې یې تړاو درلود او کورني موضوعات له کوم بهرني جهت پورې نه تړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button