کرېکټ: سپین غر لوبډلې دویمه ماتې هم وخوړه

عزم (‌‌‌‌‌چهار‌شنبه، ۲۳، تله، ۱۳۹۹ل): د زونونو په کچه د غازي امان الله خان جام لېسټ اې سیالیو په څلورمه لوبه کې بند امیر لوبډلې سپین غر لوبډلې ته د ۴۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د دې لوبې پچه سپین غر وګټله؛ خو بند امیر لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه وکړه. بند امیر لوبډلې په ۵۰اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۷مڼډې وکړې او سپین غر ته یې د ۲۷۸منډو هدف ورکړ.

بند امیر ته په توپوهنه کې دروېش رسولي ۱۰۶ ناسوځېدلې، کریم جنت ۵۲ او حضرت الله ځاځي ۴۷ زیاتې منډې ترسره کړې. سپین غر ته په توپ اچونه کې طاهرخان او باطن شاه ۲-۲ ویکټې واخيستې.

سپین غر لوبډلې په ۴۹،۲اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۲۳۳منډې وکړې او بند امیر ترې د ۴۴منډو په توپیر لوبه وګټله.

سپین غر لوبډلې ته په توپوهنه کې زبید اکبري ۶۷، طارق ستانکزي ۶۱ منډې ترسره کړې. بند امیر ته په توپ اچونه کې نجات مسعود ۳، حمزه هوتک او نوین الحق ۲-۲ او کریم جنت یوه ویکټ واخیسته.

د بندامیر لوبډلې توپوهونکی دروېش رسولي چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۱۰۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې وې، د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړه.

نن د غازي امان الله خان جام یو ورځنیو سیالو پنځمه لوبه د مس عینک او امو لوبډلو تر منځ ترسره کېږي.

دغه سیالۍ په کندهار کې پیل شوي دي او پنخه لوبډلې پکې لوبېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button