بغلان کې ۲۶ سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې

عزم(چهارشنبه، ۲۳ تله ۱۳۹۹): تیره شپه د بغلان ولایت کې طالبانو د امنیتي ځواکونو په یوه پوسته برید کړی چې په ترڅ کې یې ۲۶ تنو امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ویل کیږي چې په دغه نښته کې ۱۶ سرتېري وژل شوي اولس تنه نور ټپیان دي او جګړه لا هم روانه ده.

سیمه ییزې سرچینې وایي چې دغه نښته د ګذرګاه نور ولسوالۍ کې د انتن په نوم پوسته باندې رامنځته شوې او پوسته سقوط شوې او لا هم د دواړو لوریو تر منځ نښته روانه ده.

د بغلان چارواکي د جګړې خبره مني خو په اړه یې نور جزئیات نه ورکوي.

طالبانو تر اوسه د یاد برید په اړه څه نه دي ویلي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button