ایران پر دوو دولتي بنسټونو ”پراخ سایبري بریدونه“ تایید کړل

عزم (‌‌‌‌‌چهار‌شنبه، ۲۳ تله، ۱۳۹۹): د ایران پر ځینو دولتي سازمانونو او وزارتونو باندې د سایبري بریدونو د راپورونو تر خپرېدو وروسته، د ایراني دولت یوه چاروکي د هېواد پر دوو مهمو بنسټونو باندې سایبري برید تایید کړی دی.

د بي بي سي فارسي د راپور له مخې، د ایران د معلوماتي ټکنالوجۍ د سازمان د امنیت مرستیال، ابوالقاسم صادقي، ویلي چې دا بریدونه د دوشنبې او سه شنبې (۲۱ او ۲۲ تلې) په ورځو کې شوي دي.

ښاغلي صادقي د ایران ټلوېزون ته ویلي چې دې بریدونو مستهدفو مرکزونو ته کوم زیان نه دی اړولی، ”خو کله چې یو برید کيږي دا نشي ویل کېدای چې څه نه دي شوي“.

نوموړي د هغو مرکزونو نومونه یاد نه کړل چې برید پرې شوی، خو ځینې رسنیز راپورونه د بندرونو او سمندرونو سازمان او د لارو او ښارجوړونې وزارت هغه بنسټونه بولي چې د دې سایبري برید هدف ګرځېدلي دي.

تر دې وړاندې د ایران د ماهر په نوم سازمان پر دوو دولتي بنسټونو باندې د سایبري برید خبر تایید کړی و خو په اعلامیه کې یې ویلي و چې ”پر ګڼ شمېر دولتي دستګاوو د پراخو سایبري بریدونو څرک نه دی لیدل شوی“.

یاد مرکز همداراز د احتیاط لپاره د ځینو دولتي بنسټونو د خدماتو درېدو خبر هم ورکړی و.

تراوسه ایراني دولت د دې بریدونو د عاملینو او تر شا یې د انګېزې په اړه څه نه دي ویلي، خو په دې وروستیو کې د ایران او اسراییلو ترمنځ د دوه-طرفه سایبري ګواښونو راپورونه خپاره شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: