د هارون رشید سر دې غوڅ کړای شي

په یو وخت کې د هارون رشید قافله ووهل شوه، امنیتي کسانو غل ونیو او وزیر د اعدام (دار کولو) حکم پرې وکړ؛ خو د وخت قاضي ابو یوسف یې د لاس غوڅولو امر وکړ.
هارون رشید د خپل عادت له مخې په دربار کې یو خوا ته ناست ساده (بهلول دانا) نه پکي نظر وغوښته، چې له غله سره څه باید وشي؟
بهلول یې په ځواب کې وویل: لومړی سمه څېړنه او تحقیق وکړئ! که تورن کس غلا د مال لاس ته راوړلو په خاطر کړې وي، لاس یې ور غوڅ کړئ او که یې له کوم مجبوریته یا د لوږي ختمولو له امله کړې وي؛ نو د حاکم (هارون رشید) سر دي غوڅ شي.
د وخت امیرالمؤمنین په ډیرې حیرانتیا سره بهلول ته وکتل او ورته ویې ویل: دا فتوی دې څنګه او له کوم ځایه ورکړه؟
بهلول دانا ورته وویل: یو وخت د اسلام او مسلمانانو په خاوره عادل حاکم (عمر فاروق رضي الله عنه) حکم کاوه چې فیصله یې همدا وه.
ژباړه: له امر عجایب رسالې نه”

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: