په نړۍ کې تر ټولو بد چانسه سرتېری!

کيونګ جونګ يانګ Yang Kyoungjong د کوريا ۱۸ کلن سرتېری و، په ۱۹۳۸ زېږدي کال کې چې کله جاپان کوريا لاندې کړه، جاپاني سرتېرو کيونګ جونګ يانګ اجباري عسکري ته اړ کړ.
د جاپان پوځ کيونګ له شوروي سره د مقابلې لپاره نوموړی جنګي جبهو ته ولېږه، يو څه موده وروسته د روسي سرتېرو له لوري ونيول شو، روسي پوځ په ۱۹۴۲ زېږدي کال کې نوموړی له نازي جرمني سره د مقابلې لپاره ختيځ جرمني ته ولېږه.
له بده مرغه کيونګ په ۱۹۴۳ زېږدي کال کې جرمني سرتېرو ونيو او په همدې کال جرمني سرتېرو نوموړی له متحدينو سره د مقابلې لپاره د نرماندي سواحلو ته ولېږه.
بيا هم کيونګ په ۱۹۴۴ زېږدي کال کې د متحدينو له خوا ( امريکایی ځواکونو ) له خوا ونيول شو او په ۱۹۴۵ زېږدي کال کې د انګرېزي سرتېرو له خوا ازاد شو.
نوموړي پاتې عمر تر ۱۹۹۲ زېږدي کال پورې د امريکا په Illinois کې تېر کړ.
د (My Way) په نامه فلم هم د همدې ځوان په ژوند جوړ شوی دی.
نور احمد عاېل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: