روغتیا وزارت: په هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې ډېرې شوي

عزم (‌‌‌‌‌پنج‌شنبه، ۲۴، تله، ۱۳۹۹ل): د عامې روغتیا وزارت وايي، په څلوېښتمه اوونۍ کې د کرونا وایروس مثبتې پېښې ډېرې شوې او که عام خلک روغتیايي لارښوونې عملي نه کړي، نو دغه پېښې له دې هم ډېرېدای شي.

د یاد وزارت ویاند اکمل سمسور وايي، په څلوېښتمه اوونۍ کې د کرونا وایروس د مثبتو پېښو شمېر له هغه څخه د مخکې اوونیو پرتله دی. که هېوادوال روغتیایي سپارښتنې عملي کړي او ماسکونه وکاروي، کولای شو یو ځل بیا د کرونا وایروس د پېښو د سلنې د ټیټېدو شاهدان واوسو.

«اوسمهال د کرونا وایروس ډېری پېښې له هرات ولایت څخه رپوټېږي، له همدې امله د عامې روغتیا وزارت پلاوی د وضعیت د څېړنې او ارزونې په موخه دغه ولایت ته تللی دی، څو د څېړنې تر بشپړېدو وروسته، د کرونا وایروس خپرېدو مخنیوي په موخه اړین تدابیر ونیول شي.»

دی وايي، د کرونا وایروس د مثبتو پېښو له لحاظه د کابل ولایت وضعیت د قناعت وړ دی او اوسمهال د پېښو ۵ سلنه ښودل کېږي.

«د کرونا وایروس د ۳۱۸ شکمنو سمپلونو له ډلې چې د تېرو ۲۴ ساعتونو کې د عامې روغتیا وزارت په لابراتوارونو کې تر ازموینې لاندې نیول شوي، ۶۶ یې مثبت پېژندل شوي دي، چې د مثبتو پېښو ټولیز شمېر ۳۹۹۹۴ ته رسېدلی دی.»

دی وايي، تراوسه د کرونا له امله ۱،۴۸۱تنه مړه شوي، خو د رغېدلو کسانو شمېر بیا ۳۳۳۵۴ تنو ته رسېدلی دی.

د ده په خبره، په کرونا ویروس روغتونونو ته د مراجعه کوونکو ناروغانو او ډاکټرانو له اخته کېدو څخه د مخنیوي په خاطر، د هېواد د ۳۴ ولایتونو د روغتونونو او کلینیکونو له ټولو ډاکټرانو څخه غوښتنه شوې، چې له ماسکونو څخه ګټه واخلي او ورتلونکي ناروغان هم د ماسکونو کارولو ته اړباسي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د یخنۍ څپې په راتلو سره په هېواد کې د کرونا د دویمې احتمالي څپې وېره هم شته.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: