ویسا ورځپاڼه: د امریکا افغان پلویان اوس له امریکا ناهیلي دي

عزم (‌‌‌‌‌پنج‌شنبه، ۲۴، تله، ۱۳۹۹ل): ویسا ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د کابل په اوسني وضعیت، د حکومت په بې‌کفایتۍ، د جګړې په زیاتوالي او د حکومت له لوري د وسلو په اخیستلو بحث کړی دی.

ورځپاڼې لیکلي، اشرف غني ټول افغانستان ته د ارګ فکر کوي او دلته یې د ژوند ټولې اسانتیاوې ځانته برابرې کړي.

«په داسې حال کې چې ولسمشر غني له ارګه ځانته یو کوچنی «جنت» جوړ کړی، د غربي هوسا ژوند ټول وسایل یې تر «کافي شاپ» پورې پکې مهیا کړي او وخت او نا وخت دی او نږدې همکاران یې له خپلو بهرنیو مېرمنو سره پکې محفلونه جوړوي، په هېواد کې بل شوی اور د کابل تر کوڅو  را رسېدلی دی.»

د سرلیکنې له مخې، اوس حکومت له ځینو هېوادونو وسلې او نور مهمات اخلي او ګڼ چارواکي د امریکا له اوسني حالت څخه ناهیلي شوي دي، ځکه حکومت فکرکاوه چې له امریکا سره به د تړون په مټ افغانستان قوي کړي، خو اوس داسې ښکاري چې د دوی د دغه تړون په لاسلیک کې تېروتلي وو.

«اوس د کابل په لارو او کوڅو کې په ورځني ډول ځوانان کله د څو روپیو او کله د یو موبایل ټلیفون لپاره وژل کیږي. په عین وخت کې د حکومت داسې اسناد د رسنیو لاس ته ورغلل چې واقعاً له امریکا د افغان حکومت مأیوسي ښیي، د مثال په توګه د بهرنیو چارو وزارت هغه مکتوب چې په ځینو هیوادونو کې خپلو سفارتونو ته یې سپارښتنه پکې کړې تر څو په کوربه هیوادونو کې د وسلو د پېرلو او ترمیمولو شرایط وڅیړي او بیا یې معلومات مرکز ته ورکړي يادولی شو، دا ټول ښکاره کوي چې حکومت اوس د خپل واک شپې او ورځې شماري. واقعاً چې د امریکا پلویان به نن سبا ډېر ناامیده وي. امریکا چې خپل حضور خاصې مرحلې ته رسېدلې اوس لازمه بولي د افغانستان په سیاسي جوړښت کې داسې تغییر راولي چې ددغه هیواد راتلونکې ستراتیژي یې ایجاب کوي. اشرف غني د حامد کرزي بر عکس په اوله ورځ له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ. هم ده او هم د امریکا نورو پلويانو  به دا ویل چې دا تړون به افغانستان قوي کړي، خو اوس وینو چې واقعیت بل شی وخوت. پرته له شرایطو د امنیتي تړون منل د خپل مرګ سند پخپل لاس امضاء کول وو او اشرف غني دا وکړل. ده په دې توګه افغانستان د یوې بلې بد بختۍ کندې ور ټېل وهلو. مګر که دده د همدې سياستونو په نتيجه کې په هيواد بده ورځ راغله دی، دده نږدې همکاران او د دوی بهرنۍ مېرمنې به له هیواده وتښتي خو اصيل افغانان به دلته پاتې وي له خروارونو ستونزو سره.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button