کرېکټ: امو لوبډلې مس عینک ته ماتې ورکړه

عزم (‌‌‌‌‌پنج‌شنبه، ۲۴، تله، ۱۳۹۹ل): د زونونو په کچه د غازي امان الله خان جام لېسټ اې (یو ورځنیو) سیالیو په پنځمه لوبه کې امو لوبډلې مس عینک لوبډلې ته د ۶ ویکتو په توپیر ماتې ورکړه.

د دې لوبې پچه امو وګټله او مس عینک ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. مس عینک لوبډلې په ۴۲اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۴۹منډې وکړې او امو لوبډلې ته یې د  ۱۵۰منډو هدف ورکړ.

مس عینک لوبډلې ته تر ټولو ډېرې ۲۸ منډې شاهد الله کمال، ۲۵ منډې عمران میر، ۱۹ منډې رحمن الله ګربز او ۱۶ منډې احسان الله احسان ترسره کړې. د امو لوبډلې لپاره شرف الدین اشرف پنځه، میرویس اشرف ۳، عظمت الله عمرزي او جاوېد احمدي یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.

امو لوبډلې په ۳۲،۲ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو د مس عینک هدف پوره کړ او په شپږو ویکټو یې ماتې ورکړه.

امو ته په توپوهنه کې زاهد زاخېل ۴۲، جاوید احمدي ۳۲ او عظمت الله عمرزي ۲۳ ناسوځېدلي منډې ترسره کړې او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله. د مس عینک لپاره په توپ اچونه کې ظاهر خان۲، احسان الله احسان او نور احمد یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.

شرف الدین اشرف چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۵ ویکټې ترلاسه کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د غازي امان الله خان جام سیالیو په شپږمه لوبه کې سپین غر او بوست لوبډلې لوبه لري.

دغه سیالۍ په کندهار کې د پنځو لوبډلو ترمنځ پیل شوې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: