بادغیس کې د لومړي ځل لپاره د پستې د پروسس کارخونه پرانیستل شوه

عزم (‌‌‌‌‌پنج‌شنبه، ۲۴، تله، ۱۳۹۹ل): د بادغیس د کرنې ریاست وايي، د لومړي ځل لپاره په دغه ولایت کې د پستې د پروسس کارخونه پرانیستل شوه.

له یاد ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه فابریکه د پروسس یوه کرښه او د پستې پنځه ماتوونکې دستګاوې لري. د دې کرښې د ماتولو او پروسس وړتیا، په یوه ساعت کې له ۳۰۰تر ۵۰۰ کیلو پسته او په یوه شپه او ورځ کې اووه زره او ۲۰۰ تر ۱۲ زره کیلو پسته ده. دغه راز د پروسس دغه کرښه د پستې د پنځو نورو ماتوونکو دستګاوو د نښلولو وړتیا هم لري، چې د اړتیا په وخت کولای شي، چې خپل د پروسس وړتیا دوه چنده زیاته کړي.

د بادغیس د کرنې رئیس عبدالتواب تایب وايي، په دغه کارخونه ۱۵۷زره او ۵۰۰امریکايي ډالر لګښت راغلی دی. «په دې فابریکه کې د پستې ماتول او د پروسس چارې، معیاري او ماشیني دي، چې د بازار په معیارونو برابرې تر سره کېږي. د پستې د ماتولو ترڅنګ، د پستې محصول په معیاري ډول صورت، درجه بندي، پاک کاري او د پراختیا په صورت کې بسته بندي او زېرمه کېږي. د ضایعاتو سلنه یې کمېږي او د بادغیس پسته به د نړیوال بازار باور تر لاسه کړي.»

د ده په خبره، د بادغیس د پستې اوسني او دودیز شکل ماتولو کې ۱۰سلنه ضایعات کېدل، خو له دې وروسته به د ضایعاتو کچه یو سلنې ته کمه شي.

«که چېرې د بادغیس ولایت د ۱۳۹۹یم کال د پستې ټول حاصلات ددې فابریکې له لارې پروسس شي، د ۳۶۴ مټریک ټنه پستې د ضایع کېدو مخه نیول کېږي، چې د قلعه نو په سیمه‌ییز بازار کې اوسني بیې ته په کتو ۳۶۴ مېلیونه افغانۍ، چې څلور مېلیونه او ۶۶۶ زره امریکایي ډالر کېږي د ضایعاتو د مخنیوي په خاطر ډېره ګټه لاسته راځي.»

پسته د هېواد یو صادراتي مېوه ده، چې تر ډېره د بېلابېلو ولایتونو او تر ټولو زیات د بادغیس ولایت په طبیعي ځنګلونو کې تولیدېږي. تر دې وړاندې د پستې د پروسس د معیاري فابریکې د نشتون له وجې د بادغیس پسته نړیوالو بازارنو ته لار نه وه پیداکړې.

په بادغیس کې سږکال نږدې ۳۶ زره او ۴۵۸ مټریک ټنه تازه پسته تولید شوې، چې له دې شمېر څخه ۱۸ زره او ۲۹۹ مټریک ټنه وچ پسته په لاس راځي.

د بادغیس پسته په کورنیو بازارونو کې ښه نوم لري. سږکال یو کیلو خندان پسته له ۸۰۰ تر زرو افغانیو پلور او پېرل کېږي. دغه راز د پستې یوه کیلو مغز چې تر ډېر په کور دننه نه مصرفېږي او صادریږي یو زر او ۲۰۰ افغانۍ ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: