کندهار: طالب مشر د برېښنا له سب سټیشن نه لیدنه وکړه

عزم(پنجشنبه، ۲۴ تله ۱۳۹۹): د طالبانو له لوري د کندهار والي د بریښنا له هغه سب سټیشن نه لیدنه وکړه چې وړمه ورځ یې د جګړې پر مهال د خلکو له لوري ځینې شیان چور شوي وو.

دغه سب سټېشن د کندهار په میوند ولسوالي کې موقعیت لري چې د کندهار بریښنا ترې تولیدیږي، وړمه ورځ یې ولسي خلکو شیان وړي وو، اوس یې طالبانو د بیرته رغیدو ژمنه کړې.

والي ویلي چې ټول هغه مواد به بیرته راجمع کړی چې خلکو وړي او څومره مصرف یې چې په رغیدلو راځي دوی یې ورکوي.

هغه همدا راز د یاد سب سټیشن د ساتنې لپاره یوه ډلګۍ ټاکلې او هدایت یې ورته کړی چې د سر په بیه دې ترې ساتنه وکړي.

دا په داسې حال کې دی چې په دې وروستیو کې د پکتیا مچلغو بند ساتنه هم طالبان کوي او د بند انجینرانو او کاریګرو هم ترې خوښي ښودلې ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button