د کابل د غلو مخه ولې نه نیول کېږي؟

خط اول
په کابل کې د غلاوو، شوکو، تښتونو، وژنو او د غلو له لوري د خلکو ټپي کول څه نوې خبره نه ده؛ خو کله کله دا پېښې ډېرې شي او خلک یې پر ضد غږ پورته کړي. له تېرې یوې میاشتې راهیسې خلک په ټولنیزو رسنیو کې د کابل له غلو څخه شکایتونه کوي. دوی د هرې لیکنې وروسته«کابل امن نه دی» هشتاګ هم کاروي. هره ورځ د مخفي کامرو له لوري هغه ویډیوګانې هم خپرېږي، چې غله خلک لوټي او بیا په خپله مخه ځي. نورې به څومره پېښې کېږي چې هغه په کامرو کې ثبت شوي نه وي؟ تېره اوونۍ د شمشاد تلوېزون هغه ویډیو هم خپره شوه، چې د عامو خلکو له لوري غله نیول شوي، دوی یې پولیسو ته وسپاري، خو وروسته یې پولیس خوشې کوي. د کورنیو چارو چارسمبالي وزیر مسعود اندرابي یوازې دومره وویل: غله وولئ. د اندرابي د دې ګواښ څو ورځې تېرې شوې، خو تراوسه کوم غل وژل شوی نه دی او نه هم د غلاوو مخه نیول شوې ده، بلکې د غلاوو په ډېرو پېښو کې خپله پولیس ښکېل دي. نو یو غل به بل غل څنګه وولي؟
کابل د افغانستان ګڼ نفوس لرونکی ښار دی. کابل پلازمېنه هم ده او له ارګ نیولې، د حکومت ټولې مهمې ادارې په کابل کې دي. د نړۍ د ګڼو هېوادونو سفارتونه او د نړیوالو ادارو دفترونه هم په کابل کې دي، خو اوس په کابل کې خلک په رڼا ورځ هم ځان خوندي نه ګڼي. د کابل د غلو ډېرې جالبې کیسې هم رسنیزې کېږي. غلو خلک د موبایل، څو زره افغانیو، موټرسایکل، موټر، لیپټاپ کمپیوټر او نورو ادنا شیانو لپاره هم وژلي. هغه خلک د غلو له لوري مرګوني وهل شوي، چې پیسې ورسره نه وي. روانه اوونۍ د ارګ په څو مترۍ کې هغه ځوان هم غلو وواژه، چې په سږني کانکور کې یې لوړې نمرې اخیستې وې. چارواکي ځکه شکایتونه نه کوي، چې د غلو پرې وسه نه رسېږي. له چارواکو سره له لسو ډېرې موټرې، څو درجنه ساتونکي او زرهي موټر وي. خو غله یوازې هغه خلک په نښه کوي، چې بې‌وسلې وي. د چارواکو هم د کابل پر ښاریانو زړه درد نه کوي. نه یې دلته بچي شته، چې پرې وډار شي، نه له ساتونکو پرته له خپل ځای راوځي او هر څه ورته تیار رسېږي.
کابل د کورنیو چارو وزارت سربېره کابل امنیه قومنداني هم لري. هره ورځ په دغه ښار کې درې نیم زره پولیس ګزمې کوي. کابل ګارنیزون او نورې ادارې پکې هم شته. خو اصلي خبره داده چې په کابل کې هره امنیتي حوزه پلورل کېږي او د امنیتي حوزو مشران اړ دي، چې هغه پیسې بېرته ترلاسه کړي، چې په دغه دنده یې ورکړي. په کابل کې د پولیسو په لیکو کې دنده کول هم بې له واسطې او رشوت نه کېږي؛ ځکه کابل نسبت امن دی. پولیس هم ټوله ورځ دې ته په انتظار وي چې کوم غل ورشي او دوی ورسره غلا کړې پیسې نیمايي کړي. دغه پیسې د حوزو له مشرانو سربېره تر وزارت او آن تر ارګ هم رسېږي او ټول پکې خپله برخه لري.
دوې اوونۍ وړاندې شمشاد تلوېزون د کابل د کمپنۍ سیمې په اړه یو راپور خپور کړ. په دغه سیمه کې طالبانو شپې پاڼې خپرې کړې وې او غلو ته یې ګواښ کړی و. که په غلا ونیول شي، نو لاس او پښه به ترې پرې کړې. شمشاد ته د کمپنۍ د سیمې خلکو ویلي وو: د طالبانو له ګواښ وروسته په سیمه کې غلا ورکه شوې او اوس ډاډمن شوي دي. روانه اوونۍ طالبانو د کابل د غلو په اړه یوه اعلامیه هم خپره کړه او د کابل په ګڼو سیمو کې یې د دې اعلامیې پاڼې پر خلکو وېشلې وې. طالبانو د کابل ښاریانو ته ډاډ ورکړی و، چې د کابل ښار په ځینو سیمو کې به خپلې ګزمې ډېرې کړي او تر خپلې وسې به د خلکو ژوند ډاډمن کړي.
طالبان ځکه اوس په ډاډه زړه څه نه شي کولی، چې کابل لا هم د ارګ په لاس کې دی، خو د طالبانو یوازې ګواښ هم ډېر غله لارې ته راوستلی شي. که یوازې له څو غلو د نمونې په ډول لاس او پښې پرې شي، حکومت له غلو خپله ونډه ونه غواړي او پولیس د غلو پر ځای له خلکو سره مرسته وکړي، نو یوازې په څو ورځو کې کابل امن کېدای شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button