د ملي شتمنيو لوټماران څوک دي؟!

 

فاروق ازاد

راځئ چې درته له سره شم!
تاسې له بهرنیانو سره په بن کنفرانس کې پر افغان خاوره، افغانانو او افغان ناموس تیری وکړ، شخصي شتمنۍ (کورونه) مو ورته بمبارد کړل او همدارنګه د دولتي ودانیو پر بمباردولو مو هم سرپه ونکړه، ولې هغه خو نه ملي شتمنۍ وې او نه هم شخصي؟!

نوولس کاله مو د افغانستان طبعي زیرمې ورباندې چور کړې، خپله مو غلاوې وکړې، د نړیوالو یرغلګرو حمایت مو وکړ او د هغوی هر ډول جنایت ته مو توجیهات وتراشل. افغانستان څخه تېرو نوولسو کلونو کې ډول ډول قیمتي مواد غلا شول، اما په ځانګړې توګه د هلمند یورانیوم او د بدخشان غمي ول چې (یوازې د دغو شیانو په څلورمه برخه له افغانستان څخه پاریس جوړېدلی شو)، خو تاسې هیڅ پوښتنه ترې ونکړه، بلکې د هماغو یرغلګرو ملاتړ مو وکړ او حقیقت دا دی چې تاسې خو د پوښتنې حق هم نه درلود، ځکه چې د بن کنفرانس کې مو هر څه بهرنیانو ته حواله کړي ول او تاسې یوازې غوښتل د دوی ټټوګان جوړ شئ!

همداراز له بهرنیانو را دېخوا تاسې څه و څه ونکړل؟ د مکتبونو، سرکونو، روغتونونو، کلینیکونو، دولتي ودانیو او نورو دغسې لسګونو عامه او دولتي ودانیو او خدمتونو څخه مو د بودیجو ۷۰% سلنه پیسې خپلو شخصي جېبونو ته واچولې.
د دې پر ځای چې د مظلوم او کړبدلي ملت مرستندویان شوي وای، تاسې برعکس د دوی د مبایل په کارتونو کې هم ۱۰% سلنه مالیه پر دوی وټاکله، ګمرکات مو دومره ورته لوړ کړل چې په تېرو شپږو کالونو کې په کلیو او بانډو کې مو ځوانان ځان وژنو ته اړ کړل، چې نارینه او ښځې دواړه پککې شامل دي!

په اخره کې به دا ووایم چې عسکرو مو داسې چور ګډ کړی، چې له روانو بار وړونکو موټرانو لرګي راښکته کوي، چرګې او نو مالونه را ښکته کوي، له موټروانانو په زور او جبر پیسې اخلي، موټروانان ځوروي، وهي او تهدیدوي.
خو بیا چې همدا د اوکومت لخوا کړېدلي او ځورېدلي خلک د دوی بوجۍ ړنګوي، دلته بیا دغه د ظلم اډې هم د ملي شتمني نوم پیدا کړي، خو بل خوا چې اوکومتیان څومره هم افغانستان او افغانان چور کولای شي هیڅ خبره نه ده!

زما د سترګو لیدلی حال دی چې زما د ښینې لمسۍ چې د سراچې موټر په ډاله کې ناسته وه غزني ولایت اړوند د چرسیانو په نوم پوستې د اردو عسکرو په دې ککرۍ وویشتله او بهانه یې دا وه چې ولې موټروان ونه درېده؟ خو موټروان ویل چې د سرک پر سر هیڅوک هم نه ول او نه هم ما کوم غږ اوریدلی دی، کله چې پلار یې د پوښتنې لپاره ورښکته شو چې دا ولې؟ نو پر هغه یې هم فایرونه وکړل.
جینۍ تر کابله پورې همداسې بې هوښه پرته وه، وروسته یې په روغتون کښې ساه ور کړه او کور ته یې مړه راوړه……!

خبرې ډېرې دي، د هېواد په هر ګوټ کې د ظالمانو اډې دي، خدای دې د افغانانو مل شي، الله تعالی دې نور دا کړیدلی او مظلوم ملت له دغو وحشي ظالمانو خلاص کړي.

نوټ: دا لیکنه زما ده چې د دولت ساحه کې ژوند کوم، د هغو به څه حال وي چې لیرې پرتو سیمو کې ژوند کوي او اوکومت یې د طالب په نوم پېژني!

الله تعالی دې نور پر دغه ځوریدلي ملت رحم وکړي

د یو سرلوړي اسلامي افغانستان په هیله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: