ایپل شرکت د iphone 12 له امله میلیونونه ډالر تاوان کوي

عزم (جمعه، ۲۶ تله، ۱۳۹۹): هندوستانۍ انډيا ټایم ورځپاڼې په خپل یو راپور کې ویلي چې د ایفون ګران بېه موبایلونو جوړونکی شرکت ايپل به د نوي ایفون ۱۲ موبایل له امله میلیونونه ډالر تاوان وکړي.
د ورځپاڼې د یو راپور پر اساس: یاد شرکت بازار ته د راغلي ایفون ۱۲ ډیزاین د پخواني ایفون ۱۱ په څير کړی او د ډیر ورته والي له امله به ایپل کمپنۍ ۸۱ زره میلیونه ډالر تاوان وکړي.
د راپور لیکوونکي په اند: تر ډیره سرمایه دار او شتمن خلک ایفون موبایلونه اخلي تر څو خلکو ته ځانونه له نورو وړاندې وښيي؛ خو دا چې د ایفون ۱۲ ډیزاین د پخواني ایفون په څير دی؛ نو له لیرې نه معلومیږی چې دا د ایفون نوی ماډل دی؛ له همدې کبله یاد شرکت له دومره ستر تاوان سره مخ کیږي.
انډيا ټایم زیاته کړې: خلک تر ډيره ډیزاین او نمایش ته ارزښت ورکوي؛ نو ځکه ګران بېه توکي هم پیري؛ خو د ایفون ۱۲ ډیزاین کومه نوې ځانګړنه نلري.
باید وویل شي چې ایپل شرکت دوه ورځې وړاندې ۴ نوي ايفون موبايلونه د ايفون ۱۲ ميني، ايفون ۱۲، ايفون ۱۲ پرو او ايفون ۱۲ پرو مکس په نومونو نندارې ته وړاندې کړل.
دغه موبایلونه چې په ۵جي انټرنیټي ټيکنالوجي سمبال دي او د اړتيا په وخت کې اتومات فعالېږي، د نړۍ تر ټولو کوچني، نري او شفاف موبایلونه دي.
د دغو موبایلونو قېمتونه 700، 800، 1000 او 1100 ډالره ټاکل شوي، چې دوه یې په روانه اکتوبر میاشت او دوه نور په راتلونکې نومبر میاشت کې بازار ته وړاندې کیږي.
یاد موبایلونه د ښه پراسیسر بایونیک 41A لرونکي دي، چې ځانګړې ډیسپلې، قوي سیسورونو، د دوه او څلورو کامرو، او له ۶۴ تر ۵۱۲ جي بي حافظې او غوره ریمونو درلودونکي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: