نیویارک ټایمز: د ډونالډ ټرمپ عبادت کوونکی هندو ځان وواژه

عزم (جمعه، ۲۶ تله، ۱۳۹۹): دا چې هندوستان د سلګونو قومونو او ګڼو نژادونو هېواد دی، د بېلابېلو دینونو، مذهبونو او آینونو خلک پکې پیدا کیږي، که څوک جومات ته ځي، نو ډیر یې مندر ته ځي، چرچ ته تلونکي خلک هم لري، د لمر، غوا، بوتانو او ډول ډول نورو ژوندیو او غیرژوندیو شیانو عبادت کوونکي پکې شته؛ خو دا به درته نوې وي، چې د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ عبادت کوونکی هم پکې و.
بسو کرشنا راجو چې د جنوبي هند د تلنګانه ایالت د جهنګون کلي اوسېدونکی و، له ډیرې مینې یې ټرمپ خپل خدای باله او د هغه جوړې کړې مجسمې ته یې عبادت کاوه.
د رویټرز اژانس د خبر له مخې: راجو کرشنا په خپل کور کې د ټرمپ یوه مجسمه جوړه کړې وه، هر وخت به یې د هغه عبادت کاوه او په کال کې یې یو ځل د کلیزې لمانځه هم کوله.
د خبر پر اساس: خو له کله چې ټرمپ کرونا ونیو؛ نو نوموړي هم خپله روغتیا له لاسه ورکړه او دې فکر واخیسته، چې خدای یې ناروغه شوی دی. له همدې امله هغه خوراک او څښاک بند کړ.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې تېره ورځ په یو راپور کې ولیکل: «که څه هم د راجو کورنۍ هغه ډیر وپوهاوه چې ټرمپ نور رغېدلی؛ خو هغه په رواني تکلیف اخته شو او نه یې منله چې نوموړی له یادې وبا رغېدلی او له همدې امله یې خوراک او څښاک بند کړی چې بالاخره د هغه په مرګ تمام شو».
هندوستان ټایمز په یو راپور کې ویلي: بسو کرشنا بزګر و او ستر ارمان یې د ډونالډ ټرمپ لیدل و.
راپور زیاته کړې: کرشنا خوب لیدلی و چې ټرمپ ورته وايي: په راتلونکې لوبه کې به پاکستان له هندوستان ماتې خوري او هماغسې وشول؛ نو ځکه یې د ټرمپ عبادت پیل کړ چې ۴ کاله یې دوام وکړ.
باید وویل شي چې ډونالډ ټرمپ د اوسنیو سرویو ګانو له مخې له نیمایي زیات امریکایان نه خوښوي؛ خو په هند کې ۶۵ سلنه خلک په دې باور دي چې هغه په خپلو چارو کې بریالی ولسمشر دی.
تر اوسه ترمپ په دې اړه څه نه دي ویلي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button