خلیلزاد: ایران غواړي افغانستان کې د امریکا دائمي نظامي حضور ته زمینه سازي وکړي

عزم(جمعه، ۲۵ تله ۱۳۹۹): د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه تازه مرکه کې ویلي چې ایران یواځې په رسنیز ډګر کې د افغان سولې ملاتړ کوي او د پردې تر شا هڅه کوي په افغانستان. کې د سولې پر ضد منفي هڅې مخته یوسي.

نوموړي د امریکا په شیکاګو آیالت کې د “پیرسون”پوهنتون ته د آنلاین مرکې پرمهال وویل چې «دا مهال دوه ایرانه شتون لري، یو هغه چې په رسنیو کې اعلامیې ورکوي او ښکاري چې مثبت اړخ لري او بل هغه ایران دی چې غواړي امریکا په یوه پراخ مصرفه، دائمي جګړه کې بوخته وساتي او له افغان جګړې د امریکا پر ضد د یوه ابزار په توګه ګټه واخلي»

خلیلزاد ویلي، طالبان سولې ته “جدي او لیواله” دي چې له همدې کبله یې دغو مذاکراتو ته په لوړه کچه مذاکراتي ټیم هم انتخاب کړی دی.
امریکایي استازي له ایران غوښتي چې باید د افغان سوله کې مثبت رول ولوبوي، ځکه د افغانستان مسئله نړیوال ملاتړ ته ضرورت لري او باید یاد هیواد هم د تخریب پرځای د جوړې هڅه وکړي.
زلمی خلیلزاد داسې مهال دا څرګندونې کوي چې څو ورځې وړاندې یوه ایراني چارواکي “عباس عراقچي” وویل چې دوی د افغانستان له اساسي قانون او د کابل حکومت له دریځ ملاتړ کړي او دا چې باید بین الافغاني مذاکراتو کې د دوحې تړون بنسټ ونه ګرځول شي.
طالبانو هم څو ورځې وړاندې په یوه سرمقاله کې ایراني لوري ته خبرداری ورکړی وه چې باید د ګاونډیتوب اصل مراعات او د افغانستان په داخلي چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button