کرکټ بورډ یې ملاتړ وکړ، شاپور ځدراڼ ډير ژر میلیون لیګ پیلوي

عزم (جمعه، ۲۶ تله، ۱۳۹۹): د کرکټ ملي لوبډلې تکړه تېز توپ اچوونکي شاپور ځدراڼ خبر ورکړی چې له دری کلن ځنډ وروسته به میلیون لیګ بېرته پيل کړي.
یاد لیګ چې افغانستان کې له شپږیزې وروسته زیات مینه وال لري؛ لومړي ۴ پړاوونه یې ترسره شوي؛ خو له دری کلونو راهیسې د کرکټ بورډ له بندیز سره مخ و.
ملي لوبغاړي شاپور ځدراڼ تېره ورځ په خپله فیسبوک پاڼه ولیکل: «د لویې پکتیا درنو ولسونو په ځانګړې توګه د خوست سوله غوښتونکو پرګنو میلیون لیګ در روان دی، د زړه راښوونکو شیبو د نندارې له پاره چمتو شئ»
ویل کیږی چې یادې سیالۍ به په نومبر میاشت کې د خوست په کرکټ لوبغالي ترسره شي، چې ژوندی بهیر به یې د لمر ټلویزیون په پرده ښودل کیږي.
د موثقو سرچینو په حواله: په راتلونکي میلیون کې به د ملي لوبغاړو په ګډون ۸ لوبډلې وي، چې بیلابیلو شرکتونو او شتمنو وګړیو ته به یې سپانسر شیپونه ورکړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د شاپور ځدراڼ په موجودیت کې د یوې لوبډلې تړون لاسلیک شوی او نورې لا هم پاتې دي.
باید وویل شي چې میلیون لیګ په خپل وخت کې د افغانستان د کورني کرکټ د پیاوړي کېدلو لپاره تر تولو غوره سیالۍ وې چې په مرسته یې ډیرو ځوانو لوبغاړو خپلې وړتیاوې ښودلې.
که څه هم د میلیون لیګ د قانوني کېدلو په اړه ځينې پوښتنې هم راولاړې شوې وې؛ خو د میلیون لیګ په لاره اچوونکي شاپور ځدراڼ دغه پوښتنې پر خپله فیسبوک پاڼه داسې ځواب کړې: « د لوی پکتیا درنو ولسونو او په ځانګړې توګه د خوست بافکره او ویښ ځوانانو ته ډاډ ورکوم دا چې د میلیون لیګ سیالیو د مخنیوي باوجود کلک هوډ لرم تر څو په هر صورت دغه سیالي په خوست کی تر سره کړم چې ستاسې لپاره دخوشحالۍ سبب وګرځي. د دې لیګ د ترسره کولو ټول قانوني اسناد په لاس کې لرم او هیڅوک یې مخنیوی کولای نشي».
بل لور ته کرکټ بورډ هم په یوه خبرپاڼه کې د میلیون لیګ د پیل په اړه ویلي: «د افغانستان کرکټ بورډ په هېواد کې دننه د کرکټ د لا پرمختګ او پراختیا لپاره د افرادو، شرکتونو او نورو اړوندو ادارو مثبت کار او زیار ستایي او حمایه کوي».
د خبرپاڼې پر اساس: کرکټ بورډ په دغه برخه کې یوازې دا نه چې هر ډول همکارۍ او مرستو ته ځان ژمن بولي، بلکې په تخنیکي او مسلکي برخو کې زمینه سازي هم کوي؛ خو د کرکټ نړیوالې شورا د بشپړ غړيتوب له امله باید په ټولو رسمي او تجارتي لوبو کې د کرکټ بورډ داخلي او نړیوال قوانین تطبیق شي.
د کرکټ لوبډلې پخواني لوبغاړي هستي ګل عابد هم د میلیون لیګ مخه نیول ښه نه بولي او وايي: د میلیون کرکټ لیګ مخه نیول په هیواد کې د لوبغاړو د پرمختګ، امکاناتو، استعداد ښودلو او د مینوالو د شوق مخه نیول دي.
نوموړی وايي: «میلیون لیګ پیلیدل په مختلفو زونونو او ولایتونو کي یو ښه اقدام ده چې لوبغاړي او مینوال یې هر وخت په بې صبرۍ سره ورته انتظار کوي».
د ویلو وړ ده چې په تېرو ۴ پړاونو کې د میلیون لیګ ګټوونکې لوبډلې ته یو میلیون افغانۍ انعام ورکول کېده. د دغه لیګ په لومړنیو پړاوونو کې د پاکستان یو شمېر کورنیو او ملي لوبغاړو هم برخه اخیستې وه؛ خو ښایي دا ځل و نه لوبیږي.
راپور: خالد مشال

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button