د کونړ ځنګلونه د ملي شتمني په توګه!

لیکنه: سمسور

کونړ (کونړونه) د هېواد په ختیځ کې په طبعي او قدرتي ځنګلونو پټ ولایت دی، چې: سلګونه زره جریبه ځمکه یې دنګو او هسکو غرنیو او ځمکنیو ونو نیولې ده. نښتر، څېړۍ، سرویې، لمنځه، جنغوزي او ډیرې نورې قیمتي او د زیات ارزښت لرونکې ونې، هغه څه دي، چې: د کونړ طبعي ښکلا یې څو چنده زیاته کړې، پراخه څړځایونه یې جوړ کړي، خلکو ته یې د سون او خرڅلاو پراخ لرګي برابر کړي او د کاروبار غوره زمینه یې مساعده کړې ده.
کله چې جګړې نه وې پیل شوې، په ټول کونړ کې د نښترو دنګې او د سلګونو کالو پخوانۍ ونې موجودې وې؛ خو کله چې یاد ولایت کې جنګونه ګرم شول، خلکو پاکستان ته هجرت وکړ؛ نو هلته یو شمېر کسانو د لرګیو له سوداګرو او له ځنګل وهونکو سره لاسونه یو کړل، خپله لږه ګټه یې په نظر کې ونیوله او ځنګلونه یې ووهل، بیا یې په غرنیو لارو د ننګرهار او کونړ له لارې پاکستان ته قاچاق کړل، چې: په اساس یې د کونړ یاده ښکلا کم رنګې شوه او راتلونکو نسلونو ته هم زیان ورسېده، چې: اغېزې‌‌‌‌ به یې په راتلونکي کې نورې هم ښې څرګندې شي.
کونړ چې په څه شي مشهور شوی او هغه یې دویم نوم دی، نښتر نومیږي؛ خو اوس هغه نښتر نشته او په ډیرې بې رحمۍ سره وهل شوي.
کونړیان خپله مني، چې: د دوی سیمه اوس سپېره شوې، پخوا به په‌ کې ډول – ډول ځنګلي ځناور او مرغان وو؛ خو اوس څه نه ‌لیدل کېږي. دوی وایي: په یو شمیر ولسوالیو کې ځنګلونه وهل شوي او اوس د چپې درې، ماڼوګي او څوکۍ ولسوالیو وار دی. هلته هم په بې‌ رحمه ډول د برقي ارو په وسیله ځنګل پرې کېږي، دا کومه پټه پروسه نه ده، بلکې د حکومت دننه یې ملاتړ کیږي او ځينې مافیايي کړۍ دا پروګرام په معینه توګه په مخ وړي، ډير زور واکي، چارواکي، سیمه ییز قوماندانان، غله او کسان په دې ناورین او نابودۍ کې لاس لري. دغه کسان په ټولو معناو د پردیو غلامان او هغوی ته کار کوونکي دي، چې: په مونږ یې ښه ورځ نه پیرزو کیږي او په همدې موخه یې د ځنګلونو وهلو، د کانونو کیندلو، د قیمتي ډبرو غلا، د شتمنیو چور او چپاول ته ملا وتړله، چې اوس یې هم دغه سلسله دوامداره ساتلې ده.
څو ځله د ولسي خلکو، مدني فعالانو او سیمه ییزو چارواکو له لوري مرکزي حکومت ته شکایتونه شوي، چې: په چارتراشو بار موټرې پاکستان ته اړول کیږي او باید د دې کار مخنیوی وشي؛ خو حکومت د دغه کار مخنیوی نه دی کړی او اوس هم په درز کې دوام لري؛ خو اوس هم لا ډير وخت نه دی وتلی حکومت باید د هغو زور واکو او چارواکو لاسونه ور لنډ کړي، چې د ځنګلونو په وهلو کې لاس لري او د ځنګل وهلو په مافیا کې شامل دي.
وړمه ورځ د کونړ والي وحیدالله کلیمزي په یوه غونډه کې وویل، چې: حکومت د بهرنیو موسسوپه مرسته له ولس سره د شاوخوا ۱۹،۵ میلیونو ډالرو په لګښت د ځنګلونو د بیا رغولو ژمنه کړې. هغه وویل: حکومت به د ۱۹نیم میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت وهل شوي ځنګلونه بیا ورغوي او وهل کېدونکي ځنګلونه به له بې رحمه وهلو څخه وژغورل شي، چې: دا د سپیره شوي کونړ د بیا زرغونتیا له پاره ښه زیری دی؛ خوکه رښتېا هم داسې وشي.
یوازې حکومت نه ولس او مونږ ټولو ته پکار ده، چې: د ځنګلاتو د پرې کولو مخه ونیسو، حفاظت‌ يې وکړو او د بیارغونې لپاره یې لازمې طرحې سره شریکې کړو، چې: دغه کارونه به د حکومت او ولس ترمنځ پیدا شوی واټن راکم کړي او د امنیت په ټینګښت کې به ګټور تمام شي.
که چیرې په خپلو کې تړون وکړو، چې: د خپلو ملي شتمنیو د لوټلو په خاطر به پیسې نه اخلو او خپلې خاورې سره به خیانت نه کوو؛ نو لرې نه ده، چې: له اوسني ناورین څخه به ووځو او د تل له پاره به مو سمسور ځنګلونه قایم واوسي او که داسې ونه کړو؛ نو بیا به ځنګلونه په سترګو هم ونه وینو او شنې سیمې به مو د عربو په بیابانونو بدلې شي.
ویل کیږي، چې: پخوا په کونړ کې ۳۳۴۰۰۰ هکټاره ځمکه شنو ځنګلونو نیولې وه؛ خو اوس یې ۴۰ سلنه وهل شوي؛ نو دا زمونږ په کمزورتیا دلالت کوي.
نور باید ولسونه د ویښ ملت په څير په خپلو منځنو کې غلو، چور واکو، زور واکو، قاچاقبرانو او ځنګل وهونکو ته ځای ور نه کړو او هغوی په یو وار سره له خپلې خاورې وباسو.

یادونه:
دغه لیکنه وړاندې هم ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې وه؛ خو اوس یې نشر ځکه لازمي بولم، چې ژمی رالنډ دی، او خلک د سون توکو ته زیاته اړتېا احساسوي؛ نو په همدې وخت کې د ځنګلونو پرېمانه وهل پیلیږي، چې مخنیوی یې زمونږ ټولو اسلامي، وطني او ملي وجیبه ده.

لیکنه|: سمسور

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button