زعفرانو د کوکنارو یو ښه بدیل !

زعفران څه شی دی او څه ګټې لري؟

لیکنه: سمسور

 

 

زعفران د نړۍ له تر ټولو ګران بیه ګل دی، چې د روزلو او ټولولو نږدې ټول کارونه یې په لاس ترسره کېږي. زعفران خپله نورو خوراکي توکو ته خوند او رنګ ورکوي، وازګې له منځه وړي او په وینه کې د کلسترول د زیاتوالي مخه نیسي. ذهني ارامتیار امنځ ته کوي، اشتها زیاتوي او د پوستکي، سترګو، زړه او سرطاني ناروغیو مخه نیسي، حافظه قوي کوي او د وینې فشار په ټيټولو کې پوره مرسته کوي. که له زعفرانو په خوړو کې ګټه واخیستل شي، هضم اسانه کوي، معده قوي کوي او دردونه یې له منځه وړي.
پر زعفرانو وروستیو څېړنو ښودلې چې زعفران د ستړیا او خپګان د له منځه وړو خاصیت لري، له دې مخکې هم په سنتي طب کې زعفرانو ته خوشالوونکی او د خوښۍ راوړنکي نوم کارول شوی دی. د څېړنو پایلو ښودلې چې په ورځني ډول باید له زعفرانو په خوړو کې ګټه واخیستل شي او یا هم یوه پیاله د زعفرانو چای وڅښل شي؛ ځکه عصاب پیاوړي کوي.
زعفران د الزایمر او پارکیسون ناروغیو مخه نیسي او تمرکز قوي کوي، زعفران د عصبي دردونو او بې خوبۍ اصلي درمل دی. کله چې انسان زړیږي او د لید حس یې کمزوری کیږي؛ نو د څیړنو پر بنسټ باید له زعفرانو استفاده وکړي؛ ځکه زعفران کوای شي هغه سلولونه له سره ترمیم او بیا ژوندي کړي چې د لیدو په حس کې مرسته کوي. زعفران سرطاني ضد ځانګړنې لري، همدغه بوټی د تومور او نورو سرطاني ناروغیو ضد ښه درمل دی.
سره له دې چې له زعفرانو په دفترونو، کورونو او هر ځای کې ګټه اخیستل کیږي، په عسکري مورچلو، چوڼۍ، پوستو او قرارګاو، کې هم ترې استفاده کیږي، د حکومتونو لخوا عسکرو ته په دې خاطر یو ډول ګولۍ ورکول کیږي، چې په خپل ترکیب کې زعفران، څو د هغوی کوروداني ژر په یاد نشي او له ډیر رخصت څخه پرهیز وکړي. د پوهنتونونو محصلینو ته هم کله کله ورکول کیږی په دی خاطر چې خپل درس ووایي او له نورو بیځایه فکرونو څخه خلاص شي. دوی ته ځکه دغه ډول ګولۍ ورکول کیږي، چې: زعفران پکې ګډ شوی وي او زعفران د نارینه هورمون کموي مګر برخلاف د ښځو هورمون زیاتوي.

په افغانستان کې د زعفرانو کرنه:
په افغانستان کې هم زعفران کرل کیږي. دغه بوټی د لومړي ځل له پاره په هرات کې وکرل شوی، چې اوس یې ډیری وګړي د کوکنارو او نورو نشه يی توکو د کر او تولید پر ځای زعفران کري او دغه کار دوی ته نړیوال شهرت هم ورکړی دی.
په لومړیو کې د افغانستان رعفران یوازې ایران ته صادرېدل او له هغه ځایه به په نړیوال مارکیټونو کې د ایراني شرکتونو په نومونو خرڅېدل، چې: د کیفیت او ارزښت جایزې یې هم د ایرانیانو وې؛ خو په وروستیو کې ایټالیا، هسپانیا او هند ته هم ډیر زعفران صادر شول، له دې وروسته د افغانستان رعفرانو په جرمني، سویډن، امریکې، فرانسې او تاجکستان کې هم بازارونه پیدا کړل او اوس تقریباً په ټوله نړۍ کې د افغانستان زعفران ځانګړی نوم لري؛ ځکه د افغانستان زعفران د ښه کیفیت او شهرت له کبله چي لري یې تېر کال د «ذایقې او کیفیت د نړیوال انسټیټوټ» له خوا چې مرکز یې په بروکسل کې دی د درېیم ځل لپاره د نړۍ لمړی مقام خپل کړ.
د معلوماتو له مخې په ۱۳۹۶ کال په افغانستان کې ۳،۵ ټنه زعفران تولید شوي، د همدغه کال په لومړیو دریو میاشتو کې له افغانستان شاوخوا ۳۵۰ کیلو ګرامه زعفران نورو هیوادونو ته صادر شوي، چې: د ۱۳۹۵ کال په نسبت په ۱۳۹۶ کال کې د زعفرانو صادرات ۶۷ سلنه زیاتوالی ښيي او ارزښت یې هم یو میلیون ډالرو ته رسیږي. اوسمهال په افغانستان او نړیوال بازار کې د یو کیلو تولید شويو زعفرانو بیه د ۱۴۰۰ او ۲۰۰۰ ډالرو ترمنځ ده. که څه هم چې په دې وروستیو کې په پکتیکا، پکتیا، فراه، ننګرهار او یو شمیر نورو ولایتونو کې هم د زعفرانو بوټی ازمویل شوی، چې: ښه حاصل یې ورکړی؛ خو که په زعفرانو پانګونه وشي، د زعفرانو کښت به ډېر شي او هغه سیمې چې په کوکنارو لړل شوې، له دغه بد بوټي به خلاص شي، زعفران به پکې وکرل شي چې: د کوکنارو په پرتله ډير ګران بیه او ښه حاصل ورکوونکي دي. دا چې نشه يی توکو زمونږ ډیر ځوانان هم روږدي (معتاد) کړي او هر ښار مو له روږدیو ډک دی؛ نو د زعفرانو له کر سره به دغه بدمرغي هم پای ته ورسیږي. د خلکو په ځانګړي ډول د بې وزلو او غریبو بزګرانو ژوند به ورسره ښه شي او اقتصادي ګراف به یې لوړ شي او له دې سره به مو کورني حاصلات هم لوړ شي.
نو که چیرې په نا امنه سیمو کې بزګرانو ته د زعفران کرلو زمینه برابره شي، هغوی ته اصلاح شوي تخمونه ورکړل شي، د اوبو رسولو سیسټمونه، د اوبو بندونه او په کرنیزو ځمکو کي بزګرو ته د زعفرانو د کښت زمینه برابره شي؛ نو دغه بوټی به نور هم ښه حاصل ورکړي او د خلکو وضعیت به ورسره ښه شي.
حکومت، نړیواله ټولنه او مرستندویه موسسې باید د بزګرانو تخنیکي ستونزې ورحل او د هغوی ملاتړ وکړي، دا چې د زعفران بوټی په ډیر وخت کې حاصل ورکوي، باید د کروندګرو د غربت مخه ونیول شي، هغوی ته برابر پورونه ورکړل شي او مرستې ورسره وشي.

لیکنه: سمسور

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button