د افغان ابودجانه تقبله الله ياد!

ليکنه- أحمد خليل
ابودجانه نوی تازه ځوان ؤ، د مجاهدينو په يو مرکز کې مې وليد، خوشاله او خندانه څهره یې درلوده، هره خبره به یې له خندا ډکه وه، ځينې پوښتنې مو ترې وکړې، هوښيار او ذهين معلوميده او واقعاً ؤ هم. ښه جراره، بيداره او تکړه ځوان ؤ. له الله جل جلاله څخه ډير ويريدونکی او داسې ويل کيدله چې د خپل شرعي امير په اطاعت، ادب او حيا کې تر نورو ډير ممتاز ؤ.
په خبرو کې یې له الله جل جلاله او له محبوب پيغمبر صلی الله عليه وسلم سره محبت له ورايه ښکاريده.
تاسو به یې خبرې اوريدلي وي چې وايي:
” ما له الله جل جلاله سره وعده کړې ده چې زه به حتماً فدايي کوم…”
هسې خو استشهاديان د الله جل جلاله نازولي بندګان او بيا په جهاد او قربانۍ کې تر ټولو وړاندې دي؛خو ابودجانه، دا د الله جل جلاله نازولی بنده داسې يو څوک ؤ چې هر څوک به ورسره کيناست، زړه به يې غوښتل ډيرې خبرې ورسره وکړي، ډير وخت ورسره کيني او خبرې يې واوري، په ډيرو صفاتو کې ممتاز ؤ.

دوه ورځې مو یو ځای سره تيرې کړې، هغه شيبې مو د ژوند ارزښتمنې شيبې وې او دا د وياړ مقام دی چې زه د داسې يو اتل په صحبت مشرف شو. له څه وخت تيرولو وروسته موږ ترې په يو سفر بلې خواته روان شوو، دوه میاشتې وروسته چې خبر شوم د اسلامي امارت د “الحمزه استشهادي کنډک” اړوند په “الفاتح معسکر” کې يې د جهادي اعداد دوره بشپړه کړې او د ممتازو شاګردانو په قطار کې یې ځای نيولی او اوس له خپلو ملګرو سره يو ځای په يو بل جهادي مرکز کې د استشهادي عملياتو لپاره انتظار کوي.

په دې منځ کې څو میاشتې تيرې شوې موږ يو ځل بيا په هغه مرکز برابر شوو، ومې کتل چې ابودجانه هم راغلی دی، په ليدو يې زيات خوښ شوم، يقيناً چې الله جل جلاله ته د دې نيږدې بندګانو ليدل او د دوی صحبت ډير خوږ او د معنوي خوندونو ډک وي.
ډيرې خبرې مو وکړې، له خپل عزم څخه يې يادونه وکړه چې غواړم د اسلام، جهاد، مجاهدينو او افغان ولس له ستر دښمن ( جنرال عبدالرازق ) څخه د ټولو وحشتونو، غدر او خيانت انتقام واخلم.
د نوموړي له وحشتونو څخه يې يادونه وکړه او ځينې يې ياد کړل لکه:
1- په جنوبي ولايتونو او په ځانګړي ډول په کندهار ولايت کې د طالب په نوم د مؤمنو ځوانانو تښتول او بيا په پټو شخصي زندانونو کې په پوره قساوت سره په شهادت رسول او جسدونه يې په دښتو کې غورځول.
2- په کندهار ښار او ولسواليو کې اخلاقي فساد، د هلکانو او نجونو تښتول او ځينې نور جنايات.
3- د اشغالګرو لپاره جاسوسي، په مجاهدينو او عامو خلکو د بمبارونو لپاره د کورديناتو ورکولو لپاره په جنوبي زون کې د جاسوسۍ جال خپرول‌.
4- په شخصي زندانونو کې د سلګونو ځوانانو شکنجه کول او بيا په پوره بې رحمۍ په شهادت رسول.
5- د مخدره موادو د قاچاق مافیا درلودل.
اتل ابودجانه تقبله الله د خپلو خبرو په منځ کې د وحشي جنرال عبدالرازق له لوري د ترسره شوو جناياتو له څو پيښو څخه هم يادونه وکړه.
بلاخره دوه کاله وړاندې د تلې د ۲۶مې مازيګر ؤ چې په رسنيو کې مې لومړی د جنرال رازق د وژل کيدو خبر واوريد، هڅه مې وکړه معلومات ترلاسه کړم، چې دا اتلوال بريد د چا له لوري ترسره شوی، يوې بلې خواته مې له خپلو مجاهدو ملګرو سره اړيکې ونیولې، چې يو ملګري راته د شهيد ابودجانه تصوير راواستاوه او ليکلي يې ؤ “د دې سترې حماسې اتل ابودجانه تقبله الله ؤ.”

د جنرال رازق د وژل کيدل د رسنيو د خبرونو سرټکی ؤ، د مؤمنانو سينې پرې يخې شوې او دا چې جنرال رازق امريکايي اشغالګرو ته ډير نيږدې ؤ، ډير پام يې پرې کاوه نو ډير پرې ودرديدل، دغه راز داخلي ايمان پلورونکو، غدارانو او خاينانو يې هم په مرګ اوښکې تويې کړې. د امريکايي اشغالګرو د دې وفادار نوکر په اړه په افغانستان کې د بهرنيو صليبي کافرو عسکرو قوماندان ميلر چې له دې بريد څخه ژوندی وتلی ؤ وويل:
” خپل ډير نيږدې دوست مې له لاسه ورکړ”
هو!
ابودجانه خپله ځواني قربان کړه؛ خو افغانان يې له داسې يو درنده او جاني څخه خلاص کړل چې که ژوندی پاتې وای د جنايتونو تسلسل به يې روان او سلګونه نورې افغانې کورنۍ به یې د غم او وير په ټغر کينولې وې او د کندهار دښتې به د مؤمنو ځوانانو په وينو خړوبې وې.
ابودجانه له خپلې ښکلې ځوانۍ او د ژوند له لذتونو تير شو؛ خو اسلامي امت او ځوانانو ته یې د غيرت، شهامت، د مظلوم د لاسنیوي او له ظالم څخه د انتقام اخيستلو درس پريښود.
د افغانستان د جهاد زرين تاريخ به د شهيد ابودجانه په ستره کارنامه ښکلی وي.
تقبله الله تعالی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button