یوه خوله او درې خبرې

عنایت الله خاموش
نن د امریکايي اشغال د ستر حامي، اجیر او قاتل؛ د وژل کېدو ورځ وه. دا هغه ورځ وه چې یوه په عمر او ونه کم خو په فکر او عقیده پوخ استشهادي مجاهد د زرګونه بیګناه هیوادوالو زړونه ټکور او د سلګونه مظلومو شهیدانو غچ یې واخیست. له نن څخه دوه کاله پخوا، په همدې ورځ د سلګونو مظلومو شهیدانو وینو رنګ راوړ او د دوی یو ستر قاتل ووژل شو. په دې ورځ د ریګیستان دښتو د ارام ساه واخیسته او په خپله سینه کې ساتلو شویو بندی مظلومانو یې د خوښۍ زېری وکړ.
نن د کابل ادارې د همدې قاتل د وژل کېدو د دوهم کال په مناسبت، د لویې جرګې په تالار کې غونډه نیولي وه. دوی دا کار له دې قاتل سره د خواخوږۍ په خاطر نه؛ بلکې خپلو نیویارک ساتونکو عسکرو ته د مورال ورکولو په موخه کړی و. دې غونډي ته د حکومت لوړپوړي چارواکي او د ټلوالي پخواني و اوسني ټوپک سالاران راغلي ول. دوی هر یوه یې د دې پر ځای چې د یاد قاتل په یاد جوړي شوي غونډي ته د اجنډا مطابق خبري وکړي؛ ټول تمرکز یې په افواهاتو، ځانښودنې او روانو مذاکراتو کې په ځان سپین ښودلو و. هر یوه یې لکه موضوعات چې یې ویشلي ول، داسې ویناوي وکړې چې په ښکاره ډول له سولې او خپلواکۍ څخه بغاوت و تېښته وه.
د غني لومړي مرستیال صالح وویل چې د هلمند د جګړې په تړاو یې نهه میاشتي مخکې لا مالومات درلودل او همدارنګه اسلامي امارت د قران او سنت پر ځای، له امریکا سره د شوې هوکړي په اساس د مذاکراتو غوښتونکي دي.
عبدالله عبدالله بیا وویل چې افغان ملت ته د امارتي نظام بیا راتګ د منلو نه دی او دوی به اجازه ورنکړي چې امارتي نظام رامنځته شي.
همدارنګه محب بیا تر دې هم لیږ وړاندې لاړ او ویې ویل چې له هغه چا سره به سوله وکړي چې ځان افغان بولي او افغانانو ته درناوی لري.
دغه ډول کلیشه خبرې او افواهات که څه هم د کابل ادارې پخوانی خاصیت دی او تل پکې سپک شوي هم دي؛ خو دوی باید په دې پوه کړل شي چې دا ستاسو کړې خبرې یوه هم سمه نه ده او پرته له دې چې روان مذاکرات له خنډ و ځنډ سره مخ کړئ، بله هیڅ لاسته راوړنه به ونه لري.
دوی که په رښتیا هم قرآن او سنت ته ژمن، پر افغان خاوره میئن او په رښتینې مانا د خپلواکۍ، اسلامي نظام او سولې غوښتونکي وي؛ مهرباني دي وکړي یو داسې عمل دې تر سره کړي چې د دوی کړو خبرو ته حقیقت ور وبخښي!
دوی چې وایي چې موږ له هغه چا سره خبري کوو چې افغان وي. دوی دي ووايي چې دوی خپله رښتینی افغانان دي؟ ایا دوی په وارو وارو نه دي ویلي چې ویاړم چې د یوه امریکايي وګړي په توګه افغانستان کې مهمه دنده مخته وړم؟ ایا دوی د دې لپاره چې خپل افغانیت و له افغانانو سره مینه درلودل ثابت کړي، کوم داسې کارنامه لري چې له هیواد و هیوادوالو سره د مینې څرګندونه وکړي؟
او هو؛ دوی وایي چې افغانانو ته امارتي نظام د منلو نه دی. خو بیا بل ځای وایي چې موږ د قرآن و سنت په اساس مذاکرات غواړو. ایا د دوی خپله خبره موږ څنګه ومنو چې تاسو رښتیني یاست؟ قران و سنت خو له هغه حکومت و نظام سره چې له اسلامي شعائرو سره تضاد لري سخت وران دی او د مسلمانانو لپاره یې مناسب نه ګڼي؛ او دوی بیا د غرب و کفر څخه په را پنځېدلي حکومت او نظام ټینګار کوي.
نو د دوی د هر یوه وینا یواځې یوه موخه لري او داسې ښکاري چې له یوې خولې څخه را وتلې وي. د دوی موخه دا ده چې په یوه او بله پلمه د سولې لپاره روان مذاکرات له خنډ سره مخ کړي، ترڅو په واک کې پاتې شي او دا پاتي شتمنۍ لوټ کړي. دوی سره نه د افغان ملت، نه د قرآن او سنت او نه هم د بل هغه څه غم شته چې افغان ملت ته ګټه رسوي؛ بلکې له دوی سره یواځې او یواځې د خپلې چوکۍ غم ده او بس. او په همدې موخه دغه ډول کلیشه خبرې کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: