د تسلیمېدونکو عسکرو لړۍ ولې دومره تونده شوه؟

عنایت الله خاموش
سره له دې چې له امریکا سره د اشغال تړون تر لاسلیک کېدو وروسته د عسکرو په تسلیمۍ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او هره ورځ د لسګونو عسکرو د تسلیمۍ خبرونه اورو؛ خو په دا څو ورځو کې چې د هلمند معرکه رامنځته شوې، له هر لوري د تسلیم شویو عسکرو جوپې را رواني دي. حتی تر دې چې هغه د بغلان یاغي کفتر هم نوره له جګړې ستړې شوه. تېره ورځ له خپلو کسانو او وسلو سره یو ځای تسلیم شوه.
اوس پوښتنه دا ده چې ولې دومره زیاتوالی؟
دلته څو خبري دي. یو دا چې زیات شمېر عسکر د پیسو و غلا په خاطر په حکومتي ملېشو کې ثبت شوي. بل دا چې ځینې عسکر بیا په دې خاطر د واشنګټن افغان ساتونکي جوړ شوي، چې هلته فساد، عیاشي، فحشاء او نورو ناوړه کارونو ته په اسانۍ سره رسېدګي کولای شي. بله ډله یې بیا هغه کسان دي چې په ټولنه کې ژوند نشي کولای، دلته په دې موخه له عسکرو سره یو ځای شوي ترڅو خپل وخت تېر کړي او په خلکو بابايي وکړي. او…
کله چې د هلمند په جګړه کې تسلیم شویو عسکرو ته د اسلامي امارت د ولایتي مسؤلینو له لوري نغدي امتیازات ورکړل شول او د هغې صحنې ویډیو لاس په لاس شوه، اوس په زیاتره سیمو کې عسکر تسلیمېږي او شمېر یې څو چنده زیات شوی. دغه عسکر چې حکومت یې د څو میاشتو معاشونه ځنډولي؛ اوس د خپلو پیسو په خاطر عسکري څخه نشي وتلای. که ووځي او تسلیم شي، همغه د څو میاشتو معاش یې سوځل کېږي. دا چاره هغه مهال هم تکرارېده چې سکورټ رواج و. هغه وخت به هم قوماندانانو په دې موخه د عسکرو معاش ځنډاوه، ترڅو بیا ورڅخه لاړ نشي او د دوی کار ور کړوپ نه کړي. که چیرته لاړ هم شي او وسله هم یوسي، نو دومره پیسې خو به یې حکومت ته پاتي شي چې د وسلې تاوان جبران کړي. دلته حکومت یوه بله ګټه هم کوي؛ هغه دا چې که چېرته دغه عسکر ووژل شي، معاش به یې حکومت یا محلي قوماندان ته پاتي شي او هغه به بیا د دې معاش د ورکړې په بدل کې، د وژل شوي عسکر له…. څخه د جنسي غرېزې د خړوبولو لپاره کار اخلي.
خو کله چې د مادي امتیاز د ورکړي خبره لاس په لاس کېږي، دا دی وینو چې هره ورځ زیات شمېر عسکر تسلیمېږي. دا ځکه چې دوی د امارت له لوري د مادي انعام د ورکړي په تمه همغه خپلې پیسې پرېږدي او تسلیمېږي.
نو حقیقت خبره دا ده چې اوس زیاتره عسکر پوهېدلي چې پرته له تسلیمۍ بله چاره نشته؛ ځکه هغه چې دوی به یې پر سر ټانټې وهلې، دا دی کډي باروي او وځي او خپل سامانونه پاکستان ته تحفه کوي، دوی ته یې یو مېخ لا ورنکړ. که تسلیم نشي، بیا به هم دغه مادي انعامونه، هم څو میاشتنی معاش او هم بې شرطه تسلیمي له لاسه وتلي وي او داسې حالت به راغلی وي چې د اسلامي امارت مسؤلین به هم عفوه نه ورته کوي. یعنې دا چې هم به کارېز نړېدلی وي او هم به پیسې نه وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: