د فضل باري مشفق یو ښکلی غزل

 

موږ پرې پوهیږو نه خو دلته داسې څه روان دي
چې زمونږ تاوان دی او که موږ له پاره ښه روان دي

وختونه وشول نه کتاب شته نه نصاب نه زده کړه
ماشومان هم چې ځي ښوونځي ته زړه نازړه روان دي

مړینه دا نه ده چې یوازې لاړ شي روح انسان نه
دا هم مرګی دی چې بې پوهې مو واړه روان دي

خلک د پوهې په قوت سپوږمۍ ته وختل خو
زمونږه خلک لا هماغسې ویده روان دي

مونږه څه ژوند وکړ موږ څه لاسته راوړنه لرو؟
هسې خوشال یو خو حالات مو ډیر ترخه روان دي

زموږ ځوانانو په فیسبوک کې ماسټریانې وکړي
ولا حیران یو چې دا څه دي او دا څه روان دي

پټې کیسې دي دسیسي دي ډرامې دي او بس
او وحشتونه د افغان ورور په کاله روان دي

مشفقه چا ویل چې دا ملت ژوندی ملت دی؟
دوی په ځان پوی نه دي خو مړه دي او بس مړه روان دي

فضل باری مشفق

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: