د هلمند جګړه؛ رسنیز تبغلیات او بایللی مورال!

عنایت الله خاموش
ډېره ډېره بې ادبي معاف! ول یو وخت؛ چا یو خر درلود. دا خر د خدای لټ و. کله چې به یې مالک کوم بار په بار کړی و او چېرته به یې وړلو، د لس دقیقو لاره به یې نیم ساعت کې وهله. خاوند چاته د خره له بېکارۍ او سوکه تګ نه شکایت وکړ. هغه مشوره ورکړه چې کله دي بار پر بار کړ، سوکه به یې په مقعد مرچ ور وموښې؛ نو به تېز تګ کوي. دې کس همغه چل ورسره وکړ. خو خر به دومره تېز ته چې دی به پسې رسېدای نسو. بله ورځ بیا همغه مشاور ته راغی چې اوس څه وکړم؟ اوس دا غم دی چې خر تېز شو او زه پسې رسېدای نسم. آنو هغه مشوره ورکړه چې دا وار په خپل مقعد پسې هم مرچ وموښه، دواړه به تېز رفتاره شئ. سړي دا وار همدا چل وکړ. کله چې روان شول. دی و خر دواړه په ټوپو دي. د کلي خلکو فکر وکړ چې خر مست شوی او مالک یې د رانیولو لپاره پسي منډي وهي. هغوی نارې کړې چې هلئ د فلانکي خر مست شوی، را ګرځوئ یي. نو ده ول ور نارې کړې چې، خر پرېږدئ ما راګرځوئ.
خبره مي تر دې کوله چې د هلمند د یوې پوستې عکسونه کښته پورته کېږي او د هلئ چور ګډ شو، بیت المال چور شو، ها وشول او دا وشول نغارې غږېږي. دلته بیا یو څو نا آګاه فیسبوکیان و رسنیز او مدني فعالان را ولاړ شوي، کله بسته قوم ښکنځي، کله ټولنه ښکنځي او کله ملت. مګر خبر نه دي چې اصل خبره څه ده؟ ایا رښتیا هم سړی په خره پسې سرګردان دی او که سوختي؟ هغوی چې د ملیونونو غلا پټوي او دې غلا و چور ته یې هوا ورکړي، مجبوره به وي، مګر ماوتا ولي پټې سترګې او مړه غوږونه د دوی هره خبره زمزمه کړو؟
تاسو و وایاست چې دا خلک رښتیا هم د بیت المال له غمه مړه دي او که خبره بله ده؟
نو احساساتیانو فعالانو!
لیږ سر خلاص کړئ او د کیسې تل ته ځان ورسوئ. خبره داسي ده چې لوړپوري حکومتي چارواکي هر یو یې خپل شخصي خیاطان و مبلغین لري، کله چې کوم کار ترې خرابېږي او دوی پکې ملامت راځي؛ نو دغه خیاطان او مبلغین یې له اصلي موضوع څخه د خلکو د پام اړولو په موخه، له ګیدړ څخه پړانګ جوړ کړي او د خلکو ټول پام هغه لور ته کړي. خو په حقیقت کې دوی په یوه لوی جرم پرده واچوي او هغه کسان چې په ګنګوسو پسې درومي، هم په نا خبرۍ کې د ځان ملګري کړي.
نو نه هم دغه رسنیز فعالان او خیاطان د یادو پوستو د چور په غم کې دي، نه بیت المال اهمیت ورته لري، نه د وطن د ورانۍ. ځکه که یې په کیسه کې وای اوس به یې د امریکا غلامي نه کوله. دوی په دې ښه خوښ دي چې پوسته چور او له منځه لاړه شي. ځکه په بیا ترمیم کې یې څو چنده ګټه ده. او کله چې یو وطن ساتونکی د لسو روپیو مرمۍ خرڅوي، د دومره لویې غلا په کیسه کې به و اوسي؟ نه هیڅ کله هم نه!
نو دلته خبره دا ده چې دغه خلکو د دې لپاره د پوستې و ویجاړېدلو انځور ته دومره هوا ورکړه ترڅو خپله ماتې، کمزورۍ، بزدلي او له یوه ټک سره لس متره شاته تګ له خلکو پټ کړي او خلک پر دوی انتقاد ونه کړي. دوی ځکه دا انځور دومره هسک و ټیټ کوي تر څو خپله ماتې، رسوايي او د خپلو عسکرو د مورال بایلل پکې پټ او همدارنګه دوی ته ور اوښتي مالي و ځاني زیانونه له خلکو پټ وساتي. دوی د دې پر ځای چې خلک تبصرې په ونه کړي، له دې جګړې څخه یې نور عسکر خبر نسي، مورال ونه بایلي او لکه د ګرشک د کنډک هغه تسلیم نشي او بلاخره د تسلیمۍ او تېښتي لړۍ دوام پیدا نه کړي. ځکه خو یې دغه د پوستو د تخریب افواه لاس په لاس او اوج ته ورسوله. اصل حقیقت دا دی چې دوی د خپل مورال د ساتلو، خپلو تلفاتو د کمزوره ښودلو او د یادې جګړې د کم اهمیتۍ په موخه دغه ډنډوره ګډه کړه.
کنه دوی لا خوښ دي چې پوستې تخریب او دوی ته یو ځل بیا د غلا زمینه مساعده شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: