أصل د بریا لامل اعتقاد أو دیني أنګیزه ده، که مادیت پرستي أو د دنیاء طلب؟

 

له هغه وخته چي الله رب العزت پر دي ځمکه باندي خپل خلیفه آدم علیه السلام و ټاکه ، او ددې نړۍ واک أو اختیار یي و بني بشر ته وسپاره ، له هماغه وخته فطرت داسي جوړ شوی دی چي د حق أو باطل تر مینځ تصادم أو ټکر مستمر را روان دی ، لومړۍ نمونه یي قابیل أو هابیل وه ، یوه یي تمایل د دنیاء و لذائذو ته وکړ أو د رب تعالی په فیصله راضي نشو أو بل یوه یي د رب تعالی فیصله ومنله او د هغه و قضاء ته تسلیم شو ، مفسرینو لیکلې دي چي د قیامت تر ورځې چي څومره ناحقه أو بیځایه قتلونه کیږي په هغو ټولو کي د قابیل برخه شته أو ده ته یي حصه د عذاب رسیږي ځکه چي دی لومړی کس وو چي د قتل تهداب یي کښیښود ، همداسي د دنیاء نظام را روان دی چي ( وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا )[ سورة الحج اية ٤٠ ] مفهوم أو ژباړه: که چیري رب تعالی په بعضو باندي یعني په غازیانو أو مجاهدینو باندي دفع کول د بعضو یعني د متجاوزینو أو باطل پرستو نه کولای نو د راهبانو عبادت ځایونه او کنیساوې به نړول شوي وای ، د کافر جالوت لښکرو به د بني اسرائیلو ټول د عبادت ځایونه ور نړولي وو ، مګر رب تعالی د طالوت أو د داؤد علیه السلام په شجاعت أو جهاد سره هغوی دفع کړل ، همدا ډول د مسلمانانو مسجدونه چي پکښي د الله تعالی ذکر کیږي هغه به وران شوي وو ، د اسلام دښمنانو به د مسلمانانو د عبادت ځایونه ټول نړولي وو ، مګر رب عزوجل هغوی دفع کړل په مجاهدینو او غازیانو باندي.
همدا د دنیاء فطرت دی أو دا تصادم به روان وي تر څو چي عیسی علیه السلام د شرقي دمشق پر المناره البيضاء باندي را کښته کیږي أو دجال به له مینځه وړي.

*مګر بریا ته به څوک رسیږي ، کامیابي څوک تر لاسه کولای شي ؟*

شاعر مشرق علامه اقبال په خپل یو شعر کي فرمایي.
( شہادت ہے مطلوب و مقصود مومن
نہ مال غنیمت نہ کشور کشائی )
د مؤمنو رجالو مطلوب او مقصود شهادت دی ، نه د أموالو غنیمت کول ، او جایدادونو ډیرول ، مؤمن باید د شهادت په نیت و غزاء ته ولاړ شي ، شهادت او هغه ته چي رب تعالی کوم مراتب ورکړي دي دا کولای شي چي انسان په سنګر کي ثابت قدمه پاته کړي أو روحیه ورکړي تر څو چي شهید کیږي ، دنیاوې متاع دومره أنګیزه نلري چي انسان تر خپل ژوند ورته تیر شي.
کوم انسان چي د شهادت غوښتلو په روحیې سره و سنګر ته ځي هغه ناکامي نلري ، شهادت يا فتح یي ( احدى الحسنيين ) دي ، په دواړه طرفه کي دی کامیابه دی ، او پري خوشحالیږي.
د أحد په غزاء کي د غازیانو لومړۍ فتح ځکه وروسته په شکست بدله سوه چي غازیانو د خپل فطري طبعیت موافق د غنیمت و أموالو ته تمایل وکړ ، که دوی پر هماغه ځای چي رسول الله ورته تعین کړی وو هلته ثابت پاته شوي وای هیڅکله به یي فتح له لاسه نه وه ورکړي ، خو الله تعالی غوښتي وو چي د أحد غزا د قیامت تر ورځي پوري د راتلونکو غازیانو لپاره نمونه وګرځوي چي هر څوک دنیوي مادیاتو ته لږ هم متمایل کیږي فتح نشي حاصلولای.

أفغانانو چي کومې بریاوې تر لاسه کړي ، أو سترو أمپراطوریو ته یي شکستونه ورکړي ، فقط په دیني أنګیزه أو د شهادت په جزبه یي ورکړي.

أمریکا أو د هغې په څنګ کي أته څلویښت هیوادونه چي په ټولو عصري وسائلو سمبال او د نړۍ ستر اقتصادي أو نظامي ملکونه وه ، پر یوه مستضعف او کمزوري أو لاس خالي ملت باندي یي هجوم راوړ ، بي ساري ظلمونه یي پر وکړه ، هر نوع نا أزمویل شوي أسلحې یي پري و أزمویلي ، ډیرو د الله تعالی په نصرت نه باور لرونکو دا ممکن نه ګڼل چي أمریکایان دي یو وخت اجبارا د أفغانستان و پریښوولو ته تیار سي ، حتی دا تصور هم چا نه کولو چي له دوی سره دي په نظامي ډګر کي مقابله وشي.
مګر یوه (فئة قليلة. کوچنی ټولګی) خو البتة په دیني او شرعي انګیزه سمباله ، د رب عزوجل په نصرت باور أو د شهادت جزبه لرونکي ډله په خالي لاس ، د زاړه أو زنګ وهلي کلاشنکوفه سره د نړۍ د مستکبر أو ستر طاغوت مقابلې ته راووتل ، نن دادى د ډیرو ابتلاؤ او امتحانونو وروسته د بریا تر ساحله رسیدونکې ده ، د نړۍ مسلمان ملتونه ورباندي فخر کوي ، نن هغه د حجري فقیر طالب چي په وچه ډوډۍ یي ګذاره وه تر هغه ضمیر فروشو او ایمان فروشو ډالر خورو ډیره خوشحالي أو روحیه لري چي د بنده و بندګۍ ته یي کار ویلی وو.

معلومه سوه چي نصرت په دیني روحیه أو په کامل باور أو اعتقاد سره راتللای شي نه د بندګانو په بندګۍ او و دنیایي خواهشاتو ته په تسلیمۍ سره .
پای.
٢٤ ميزان ، ١٣٩٩ ھ ش

عبدالرحمن محمود

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: