کرېکټ: مس عینک له بند امیر لوبه وګټله

عزم (‌‌‌‌‌شنبه، ۲۶، تله، ۱۳۹۹ل): د زونونو په کچه د غازي امان الله خان جام لېسټ اې سیالیو په اوومه لوبه کې مس عینک لوبډلې بندامیر لوبډلې ته د ۵ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د دې لوبې پچه مس عینک وګټله، خو بند امیر لوبډلې ته یې د توپوهنې نوبت ورکړ. بند امیر لوبډلې په ۵۰اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۳منډې وکړې او مس عینک ته یې د ۲۷۴منډو هدف ورکړ.

بند امیر ته په توپ وهنه کې حضرت الله ځاځي ۵۹، عمران جنت ۴۷، دروېش رسولي ۵۹ او کریم جنت ۴۲منډې وکړې. مس عینک ته په توپ اچوونه کې ظاهرخان ۳، ضیاء شریفي، حسیب الله، نور احمد او شاهدالله کمال یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.

مس عینک ته په توپ وهنه کې رحمن الله ګربز ۶۷، اصغر اتل ۸۱، رحمت شاه ۷۸ او شاهدالله کمال ۲۸منډې وکړې او د بند امیر هدف یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو د لوبې په وروستي توپ پوره کړ.

بندامیر ته په توپ اچونه کې نجات مسعود او شفیق الله غفاري ۲ـ۲ او حشمت الله شهیدي یو لوبغاړی وسوځاوه.

د مس عینک لوبډلې ځوان لوبغاړی اصغر اتل چې په لومړۍ لېسټ اې لوبه کې یې ۸۱ منډې جوړې کړې وې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ورکړل شوه.

د غازي امان الله خان په لېست اې سیالیو کې نن په اتمه لوبه کې سپین غر او امو لوبډلو ترمنځ سیالۍ روانه ده.

دغه یو ورځنۍ سیالۍ په کندهار کې پیل شوي او پنځه لوبډلې پکې برخه لري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button