مسلمانانو ته د اسلام بې حرمتي د منلو وړ نه ده!

په ۱۹۳۱ م کال کې د اشغالي (جمو کشمیر) مسلمانانو د لومړي ځل له پاره د هندوانو په وړاندې د پاڅون جرأت وکړ؛ ځکه د اپریل په ۲۹ نیټه هندي راجه هغه مهال د جمعې د لمانځه له پاره په خطبې بندیز ولګاوه، کله چې خطیب په یو جومات کې د فرعون او موسی کلیم الله کېسه کوله. د پولیسو مشر داسې وګڼله چې ګوندې خطیب د دوی مشر راجه هري سنګهـ یادوي او د هغه بد وايي؛ نو ډیر ژر یې خطیب ته امر وکړ، چې خطبه ودروي.
څو ورځې وروسته د جمو کشمیر په مرکزي زندان کې کوم پولیس د قران کریم بې حرمتي وکړه، چې دې سره سم زرګونه تنه کشمیري مسلمانان د لاریون له پاره راپاڅېدل او د جون په ۲۱ مه یې یوه لویه غونده جوړه کړه، چې سترو دیني عالمانو او شخصیتونو پکې خبرې وکړې؛ خو کله چې خبرې ختمېدې او غونډه پای ته نژدې شوې وه؛ نو د غونډې ګډونوالو ته یو تن پاڅېده او ورته ویې ویل: اې مسلمانانو! اوس د دې وخت راغلی چې د څپېړې ځواب په سوک ورکړل شي، په دا ډول خبرو، غونډو او لاریونونو هیڅ هم نه کیږي او زمونږ دا ډول ساړه احتجاجونه کله هم د ظلم مخه نه شي نیولی؛ نو باید پاڅېږو، په خپلو پښو ودریږو، د ظلم پر خلاف وجنګیږو او هندوانو ته خپل اسلامي غرور وښیو! وروسته یې د هندي راجه لوی قصر ته ګوته ونیوله او په قهریدلي غږ یې وویل: چې دا باید لوټې لوټې کړئ!
دغه تن له خیبر پښتونخوا څخه راغلی عبدالقدیر خان و، چې په همدې کړنې هندي اشغالګرو ونیو او د محاکمه کولو پریکړه یې وکړه او نوموړی بندي شو.
که څه هم هندي راجه د خپلو نورو مشرانو په خوښه مسلمانان کله هم خپل عزتمن ژوند ته نه پرېښودل او د دوی پر خلاف د درېدلو خبره خو لا د چا فکر کې هم نه ګرځېده؛ خو کله چې په ۱۳ مه جولايي د عبدالقدیر خان محاکمه وه؛ نو د کشمیر له ګوټ ګوټ څخه زرګونه تنه مسلمانان ولیدل شول، چې د محاکمې کتلو ته راغلي وو.
هر سړی خپل ځوښ او جذبې په مخه کړی و او د محاکمې د کتلو له پاره تر زندانه راغلل. دا ځل هر څه د پخوا په څير نه و، پخوا به چې کله هم کوم هندي عسکر په بازار، کلي او کوڅه کې ګرځېده؛ نو کشمیري مسلمان به لاره ترې چپوله؛ خو دا ځل د زندان په شاوخوا کې د زرګونو تنو هندي عسکرو د شتون سربیره خلک د زندان تر دروازې رسیدلي وو؛ څو ځوانانو یې د اسلام زنده باد، عبدالقدیر خان زنده باد او د الجهاد الجهاد نارې وهلې او ټولو دا فکر کاو، چې نور به د ظلم کاسې نسکوروي، خپل حق به په خپله ترلاسه او په هندوانو به رڼا ورځ تیاره کوي؛ خو هندوانو چې د هغوی دا جذبه ولیده؛ نو پریکړه یې وکړه، چې د عبدالقدیر خان محاکمه باید د تورو پردو شا ته ترسره شي، کله چې ځوانان له دې پریکړې خبر شول هوډ یې وکړ، چې د زندان دروازه به ماتوي او عبدالقدیر خان به ازادوي؛ خو په دې وخت کې د لمانځه وخت شو؛ یو تن سپینږیري یو ځوان ته د اذان کولو امر وکړ، هغه په دیوال ودرېده او اذان یې وکړ؛ خو چې څنګه یې د ((الله اکبر الله اکبر)) الفاظ پوره کړل؛ نو د هندي وحشي عسکرو ګولۍ یې په سینې کې ننوتله او هغه شهید شو، له هغې وروسته بل راغی هغه هم د الله جل جلاله لویوالی اعلان کړ، هغه هم د شهادت جام وڅښه او وروسته دریم تن راغی، هغه د خپل دین لومړنی بنیاد او د توحید اقرار (( اشهد ان لا اله الا الله )) یې وکړ، هغه هم شهید شو او همداسې دغه سلسله دومداره شوه، تر دې چې د اذان په هرې جملې بشپړولو سره یو یو تن شهید شو او د اسلام په تاریخ کې د لومړي ځل له پاره داسې اذان وشو، چې د هرې جملې ویونکی یې په سر شهید؛ خو اذان تکمیل او لمونځ وشو، له هغه وروسته د جمو کشمیر زندان مات، مسلمان بندیان ازاد او کشمیریانو د اشغالګرو پر ضد جهاد پیل کړ، چې اوس هم دوام لري.

لیکنه: د شهید ذبیح الله شرر له خواږه ترخه کتاب نه”

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: