ژمی او د ککړتیا ستونزه چې ژوند مو ګواښي!

ښايي د اوبو، هوا او خاورو د ککړتیا په باره کې به مو ګوت څنډنې اورېدلې وي. همدارنګه د ځنګلنو د تخریب په اړه به مو هم اورېدلې وي. دا ټول ګواښونه دا معنا لري، چې زمونږ چاپيریال له ستونزو سره مخاخ دی. په ژمي کې دغه ستونزې لا پسې زیاتیږي، نو ځکه مهمه ده، چې ککړتېا وپېژنو او د مخنیوي هڅې یې وکړو.
د صنعتي انقلاب په پیل (۱۷۰۰ م. کال) کې خلکو په ماشین الاتو زیاته ډډه ولګوله، چې په پایله کې یې زیات زیانمن توکي هوا، اوبو او خاورو ته داخل شو او د هغوی د ککړتیا لامل شول.
نه غوښتونکي بدلونونه چې د ضایعاتو یا د انرزي د ډولونو لکه: تشعشع یا په بل عبارت د هر هغه څه علاوه کول، چې د استوګنې چاپيریال د ژوندیو موجوداتو د ژوند له پاره خرابوي، د ککړتیا په نامه یادیږي. هر هغه څه چې د ککړتیا لامل کیږي د ککړونکي یا (Pollutant) په نامه یادیږي. د چابيریا ککړتیا د نفوسو په زیاتوالي او د صنعت په پرمختګ سره زیاتیږي. په حقیقت کې ضایعات، چې د چاپيریال د ککړتیا لامل کیږي د ژوندیو اجسامو په واسطه تولیدیږي، خو انسان د زیاتو او بیلا بیلو فعالیتونو په اثر د ضایعاتو فوق العاده او ډیر ډولونه تولید شوي ضایعات د جامد، مایع او غاز په بڼه وي، چې د کورونو، فابریکو، موټرونو، ماشینونو او نورو زیاتو بې شمېره منابعو په واسطه منځته راځي. د موټرونو، د فابریکو د ماشین الاتو، د فوسیلونو او نور محروقاتو د سوځولو غازي (ګازي) ضایعات د هوا د ککړتیا لامل کیږي. همدارنګه د فاضله ځایونو اوبه د کرنې او فابریکو فاضله اوبه، دریابونو، چینو او څاګانو ته تویول د اوبو او خاورې د ککتیا لامل کیږي. همدارنګه یوه زیاته اندازه فاضله توکي، چې د صنعتي موسسو او په عام ډول د نفوسو او ټولنو په واسطه تولیدیږي، د ککړتیا لامل کیږي.
ککړتیاوې په څو ډوله دي، چې جامد، مایع او ګازي ککړتیاوې یې بللی شو.
پلاستیک، فلزات، ښيښه، بوتلونه، کاغذونه، خراب شوي خواړه او ډیر نور مواد چې زمونږ په شاوخوا کې خواره واره د ضایعاتو په ډول پراته دي، د ککړتیا ستر لامل دی. دغه ټول مواد د هغه میلیاردونو ټنو جامدو ضایعاتو یوه برخه ده، چې هره ورځ په ټوله نړۍ کې سوځول کیږي او یا په ځمکه کې خښیږي.
جامد ضایعات په دوه ډوله دي: یو یې هغه ضایعات دي، چې د طبیعي عملیو په واسطه تجزیه کیږي، لکه: لرګي او د لرګي محصولات؛ مثلاً: خواړه، حیواني ضایعات، مړې پاې او نور، چې د Biodegradable په نامه یادیږي، چې د بکتریا او طبیعي عملیو په واسطه تجزیه کیږي.
دویم ډول یې لکه: حشره وژونکي زهري توکي، کاغذ، المونیمي لوښ، ربړ، پلاستیک، اوسپنیزه توکي او د رادیو اکتیف پاتې شوني. دا مواد د بکتریا او طبیعي عملیو په واسطه په اسانۍ نه تجزیه کیږي.
دویم ډول ککړتیا د اوبو ککړتیا (Water Pollution) ده؛ اوبه د ځمکې د ډیرو زیاتو او بیا نوې کېدونکو سرچینو څخه دي؛ ځکه چاپيریال کې دوران کوي او بیا ځلي د ګټې اخیستنې وړ دي. په صنعتي هېوادونو کې هره ورځ زیاته اندازه اوبه د خلکو او فابریکو په واسطه مصرفیږي؛ خو له بده مرغه زیاته اندازه موجودې اوبه ککړې دي.
د اوبو د ککړتیا عمده سرچینې عضوي ضایعات دي، چې حیواني او نباتي منشاء لري.
غیر عضوي کیمیاوي مواد دي، چې منشاء یې د کانونو رایستلو او نورې صنعتي عملیې دي. دغه مواد سرب او سیماب لري، چې د انسانانو او حیواناتو له پاره زهري دي.
د ناروغیو تولیدوونکي کوچني اجسام هم د اوبو ککړتیا لامل دی. دا ډول مواد د فاضله او غیر تصفیه شویو اوبو له لارې د حیواناتو فارمونو او محیط ته داخلیږي.
د تودوخې د درجې ناڅاپي بدلون هم د دې لامل کیږي، چې د اوبو ککړتیا رامنځته شي؛ ځکه د هوا ناڅاپي بدلون د کبانو او سمندري حشراتو (حیواناتو) د مړینې سبب ګرځي.
دریم ډول ککړتیا د هوا ککړتیا ده. د هوا ککړتیا اوس وخت کې د نړۍ یوه لویه ستونزه ده. ککړ مواد کولی شي، چې له مختلفو لارو څخه د اتموسفیر هوا ته داخل شي، مثلاً: د اورغورځوونکو غرونو اور شیندنه، د ځنګلونو سوځېدل، د کیمیاوي موادو تبخیر او نور؛ خو د فوسیلونو سوځول بیا د هوا د ککړتیا عمده سرچینه ده.
انسانان د دې له پاره چې خپل کورونه تاوده کړي او د محروقاتو له تولید شوي انرژۍ څخه د الوتکو، موټرو او اورګاډو په چلولو کې او د ټولوصنعتي او ساختماني عملیو په سرته رسولو کې ترې ګټه واخلي. هغه لوګي چې د سوځولو په وخت کې د سون له موادو څخه ازادیږي، غاز او جامد ذرات لري او په مستقیم ډول ژوندي اجسام زیانمن کوي یا د اوسېدلو چاپيریال ته داسې بدلون ورکوي، چې ډیر وروسته هم د ژوند له پاره زیانمن وي.
ځینې عمده ککړوونکي مواد، چې د فوسیلونو د سوځولو په اثر هوا ته ازادیږي، عبارت دي: له کاربن مونږ اوکسایډ او کاربن ډای اوکسایډ، چې ځینې یې متثابل کیمیاي عمل کوي او بعضې نور یې سمګ جوړوي. سمګ د هوا ککړتیا یوه بڼه ده، چې د نړۍ د لویو ښارونو دپاسه ځوړنده بڼه لري. سمګ چې په هوا کې له اوبو سره تعامل وکړي، تیزابي باران جوړوي او لوړو ودانیو ته سخت زیان رسوي.
د دې له پاره، چې مونږ خپل چاپيریال له دغو ککړتیاو وساتو باید خپل محیط پاک وساتو، خځلې او جامدې ککړتیاوې له استوګنځویو لرې په ژورو ځایونو کې خښې کړو.
له پاکو اوبو استفاده وکړو، ککړې اوبه، چې له استعمال شویو اوبو څخه عبارت دي، استعمال نکړو، د څښاک له پاره باید له تصفیه شویو اوبو کار واخلو او د ناپاکو اوبو په ډنډونو کې د ناروغیو وژونکې دوايي وپاشو.
د هوا د ککړتیا د مخنیوي له پاره باید د تګ راتګ له داسې وسایلو کار واخلو، چې زاړه نه وي او زیات دود نه کوي، د فوسیلي موادو په سوځولو کې هم باید کموالی راشي او د اوبو، باد او لمر له انرژي کار واخیستل شي.
دا چې زمونږ هېواد په ځانګړې توګه کابل او لوی ښارونه له دغو ستونزو سره مخ دي، باید داسې قانون جوړ، تصویب او منظور شي، چې د ژوند د چاپیریال په ساتنه کې مرسته وکړي؛ تر څو د نوموړو قوانینو په پلي کولو سره خلک د استوګنې چاپيریال په پاک ساتلو کې مرسته وکړي.

لیکنه: خالد مشال

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: