د چارواکو وینا او عمل

ولسمشر وویل: زه به دا هېواد ګل او ګلزار کړم؛ فساد او جګړه به ختمه کړم، مینه او پوهه به خپره او پراختېا رامنځته کړم، د ارګ او ممبر فاصله به ختمه او عدل به پلي کړم؛ خو هغه له خپل هېواد نه هدیره جوړه کړه. فساد او جګړه لا پسې وغوړېدل، سولې سر وخوړ، نفرت او تشدد خپور شو او جهل کانې وکړې، ارګ نه اسلام کډه وکړه او غیرمذهب وګړي پکې مېشت شول، عدل محکوم او ظلم حاکم شو.
مشاورینو یې وویل: ولسمشر ته به د هېواد د ابادۍ مشورې ورکړو او خپله به د ملنګي ژوند پېل کړو؛ خو هغوی د بربادۍ مشورې او پلانونه ورکړل او د ولس په وینو یې موټرې وپلورې، د مزدور په خولو یې څو منزله ودانۍ جوړې کړې او په همدې ملنګۍ ملنګۍ کې یې د بهرنیو هېوادونو تابیعتونه او اپارتمانونه پیدا کړل.
اجرائیه رئیسانو وویل: زه به هر قوم ته خپل خپل حق ورسوم؛ خو هغه یې شته حقونه هم وخوړل او یوازې د خپل کور او کورنۍ حقونه یې ترلاسه کړل.
د دوی مرستیالانو وویل: مونږ به د ابادۍ په هر کار کې له ټولو مخکې یو؛ خو شته ابادۍ یې هم ولوټلې.
وزیر وویل: د پرمختیا، پوهنې، زراعت، اقتصاد او عدالت په هر کار کې به شتون ولرم؛ خو له یوې میاشتې په وزارت کې نه ښکاري او د غرب په چکرو مصروف دی، چې ولس یې له امله چېغو او سورو ته اړ دی.
قاضي وویل: پرېکړې به مې د اسلام په اصولو برابر وي، د زورور او کمزوري فرق به ونکړم او رشوت به وانخلم، ځکه رشوت اخېستونکی او خوړونکی په احادیثو کې دوزخېان بلل شوي؛ خو اوس یې ټولې پرېکړې په پېسو ولاړې دي، غریب نور هم خواروي او د زورورو په جشنونو کې ګډون کوي، رشوت یې پېشه ګرځېدلې او په دې اړه احادیث کمزوري ګڼي.
رئیس وویل: فساد به ختم کړم او د اصلاحاتو بنسټ به کېږدم؛ خو خپله یې له هېواده د فساد ټوله شتمني او پانګونه بهر ته ولېږله او له سره یې د فساد دوهم پړاو پېل کړ، چې ډیر ژر به دوکتورا پکې وکړي.
والي وویل: خپل ولایت، خلک، خاوره او دین به لا پسې محکم، غوړیدلي، رسیدلي او پېاوړي کړم؛ خو شته ولایت، خلک، خاوره او دین ترې والوتل، سست، پست، ویجاړ او له منځه لاړل.
قوماندان وویل: زه به امنېت مهار او له هر دښمن سره به وجنګېږم؛ خو هغه هم پاتې راغی، امنېت یې لا پسې خراب کړ او شته سوله یې له منځه یوړه، ورور سره یې جګړه پېل کړه، ورېندار یې کونډه او وراره یتیم کړ.
ښاروال وویل: خلک به پرېنږدم، چې خځلې او چټلي د ښار په منځ او لارو کوڅو کې وغورځوی؛ خو پرون یې خپله د مشروباتو تش بوتل له خپل عالي شان موټر څخه په سرک وغورځاوه.
د ترافیکو رئیس وویل: زورواکي ته به د بدن ټول هډوکي ورمات کړم؛ که کوم پولیس سره یې خوله ووهله او د ترافیکو قوانین یې مات کړل؛ خو اوس هره سهار زورواکو ته د سلامۍ له پاره راځي.
مامور وویل: کله چې په وظیفه کې لږ مخکې شم، نو خلکو ته به خدمت کوم، د لسو دقیقو کار په یوه دقیقه کې ختموم؛ خو اوس د یوې دقیقې کار ته لس دقیقې وخت غواړي.

فلک خان دا هر څه ولیدل او یوازې دومره یې وویل: یاره ورک یې کړه، سړی څه ووايي؛ خو یوه خبره مې یاد ساته چې عمل او وینا کې ډیر فرق وي.

لیکنه: عباس عابد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button