اثر ته نوم ایښودل

یوه ورځ مې د مشهور ناول لیکوونکي نصیر احمد احمدي صیب په یوه لیکنه کې ولوستل، چې خپلو ناولونو، کېسه ییزو کتابونو، داستانونو، رومانونو، ډرامو، څېړنیزو اوږدو لیکنو، تحقیقاتي راپورونو او حتی شعري ټولګو ته باید نوي، زړه راښکونکي، هڅونکي، معنا لرونکي او پارونکی نومونه کېږدو، چې له امله یې کتاب هم د لوستونکو خوښ شي.
د احمدي صیب نظر پرځای او ډیر ښکلی و؛ خو له هغې وروسته ګورم، چې: ځینې شاعران او لیکوالان خپلو کتابونو او لیکنو ته عجیب نومونه ورکوي:
اتمه دنیا،اتم اسمان، د خره مینه، د سترګو نړۍ، د فیل غوږ، د بلې نړۍ مخلوق، مخ کې اینه او ان په تیړنګ تیړنګ تیړنګ تتیړنګ…
دا نو اوس چشی شو؟؟ نه معنا لري او نه زړه راښکون؟؟
یو بل مې ولید ټول ټال یې ۶ میاشتې شاعري کړې وه؛ نو لیکلي یې و: د (فلک خان) د شعرونو دیوان او د نثرونو کلیات
عجیبه مخلوق دی!
زه وایم تېر شی له دې بېکاره نومنو اېښودلو، لیک او تخلیق سم وکړﺉ؛ لوستونکی په خپله د لوست په مرض اخته کیږي’

یادونه: (فلک خان) یو معنوي کرکټر دی!

لیکنه: سمسور

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button