لنډه کېسه: د بریا لارې

هره ورځ به مې کور ته سبزي ترې وړله؛ هغه به هم په یوې لاسي ریړۍ (لاس ګاډي ته ورته موټرک) کې شنه تازه سبزي خرڅوله؛ د وخت په تېرېدلو مو له علیک سلیک نه خبره تر ګپ شپ ورسېده او ان د یو بل دوستان شو؛ د ده په خبرو کې کله هم ما ته کومه بې ادبي، بې دیني او کم عقلي نه وه ښکاره شوې؛ هر وخت به یې داسې وضعیت او خبرې راسره کولې، چې له مخې یې په ده د یو متدین او مدني انسان ګومان کېده؛ په خبرو خبرو کې مې یوه ورځ ورته وویل: کاش چې ښوونځی دې ویلی وای؛ نن به داسې نه وای؟
ترخه خندا یې وکړه او بیا یې وویل: شکر زه تعلیم یافته یم؛ لیسانس لرم!
په حیرانۍ مې وویل: لیسانس لرې؟
ویې خندل: ولې؟ یقین دې نه راځي؛ له خپل موبایل نه یې د فراغت د ورځې انځورونه راښکاره کړل. د فراغت مراسمو کې یې د سټیج پر سر په یوې شنې پټې لیکل شوي و: پرونی ماشوم نن ځوان دی او سبا به د ټولنې مشر وي!
حیران وم چې دا نو څه عجیبه لوبه ده؛ ومې پوښتل: چې لیسانس یې؛ نو په یوه ریړۍ کې د ښار په منځ کې د سړک په غاړه سبزي ولې خرڅوې؛
هغه وخندل: د وخت خلیفه ابوبکر صدیق رضي الله عنه هم سوداګري کوله!
په خواشینۍ مې وویل: خبره مه اړوه! سم حال ووایه؟
هغه وویل: په غربت او یتیمتوب کې مې ښوونځی تر دولسم ولوسته؛ د مور او پلار په هډوکو (ځمکې خرڅولو) سره مې د اقتصاد پوهنتون او په انلاین توګه کمپیوټر زده کړل؛ خو څه فایده؛ له لیسانس اخیستلو وروسته مې کومه وظیفه و نه موندله؛ د اقتصاد وزارت هر ډول بوستونو ته مې امتحان ورکړ؛ خو کامیاب نشوم؛ د ټولو دولتي او غیر دولتي اداراتو دروازې مې وټکولې؛ مګر کومه ګټه یې ونکړه او ناکام شوم.
له لیوالتیا او غمجن لید سره مې وویل: نو بیا؟
بیا له هغې ورځې وروسته سبزي خرڅوم.
ډیر پرې خفه شوم او په ماتو قدمونو کور ته روانېدم، چې ویې ویل: د یوې دولتي وظیفې له پاره مې ازموینه ورکوله؛ له سلو مې ۹۵ نومرې واخیستې؛ خو بیا هم د چارواکو په رضا کامیاب نشوم؛ ما شور جوړ کړ؛ کوم مامور ساتونکو ته غږ کړ، چې دا کس باید وباسئ؛ کله چې سیکورټي (ساتونکو) کشولم؛ یوه راته وویل: په افغانستان کې د بریا لارې هڅې او وړتیا نه وي؛ بلکې زور، رشوت او واسطه؛ ما د همدې کشولو له پاره ۱۰۰۰ ډالره شیریني (رشوت) ورکړی! ما چې دا سپکوالی ولیده؛ نو د خپل لاس حلال رزق ګټل مې پرې غوره وبلل.

لیکنه: سمسور

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button