تېرکال د افغانستان په جګړه ۹ ميليارده ډالر مصرف شوي

واشنګټن(عزم:سه شنبه،۲۸ تله ۹۴ ل) په امريکا کې دسولې او ديموکراسۍ مؤسسې او د امريکا د سولې د انسټیټيوټ په يوه څيړنيز راپور کې ويل شوي چې په تېر ميلادي کال کې د افغانستان په جګړه ۹ ميليارده ډالر مصرف شوي دي.
په دغه څېړنيز راپور کې راغلي چې د افغانستان په جګړه هره ورځ ۲۴ ميليونه ډالره لګښت راځي چې دا د افغانستان د ناخالص کورني توليد ۴۴ سلنې سره برابره ده.

د امريکا دسولې د انسټيټيوټ مشر شاه محمود مياخيل وويل چې د افغانستان د جګړې له پاره له ځانګړې شوې بوديجې پرته په دغه جګړې د بيا رغونې ،ښوونې او روزنې او روغتيا خدمتونو د برخو پیسې هم لګول شوي دي.

دغه راپور د اوو  بيلابېلو نړيوالو سرچينو د معلوماتو په بنسټ تيار شوی دی چې نړيوال بانک او نورو ادارو څخه دغه مالومات راټول شوي دي.

په راپور کې ويل شوي چې په ۲۰۱۴ زیږديز کال کې د افغانستان په جګړې مصرف شوی پیسې که چېرته د افغانستان په بيارغونه،ښوونې او روزنې او عام المنفعه تاسيساتو لګول شوې وای افغانستان به يو په خپلو پښو ولاړ هېواد وای.

دغه راپور چې نږدې ۵۰ مخه دی ويل شوي چې په افغانستان کې د امريکا او ناټو جګړې دغه هېواد ته ډېر اقتصادي زيانونه اړولي دي.

عبداللطيف نظیف

 

 

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button