پروان: د ماین چاودنه کې د جنایي آمر او د بلوک قوماندان وژل شوي

عزم(شنبه، ۲۶تله ۱۳۹۹): د پروان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې نن سهار مهال ددغه ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې پر یوه رینجر موټر د ماین چاودنه سوې چې څو تنو پولیسو ته یې مرګ ژوبله ور اړولې ده.
د پروان د جنایي جرمونو پرضد د مبارزې مدیر محمد صادق هاشمي رسنیو ته ویلي، چې دغه پیښه کې د سالنګ ولسوالي لپاره د جنایي آمر، د دغې ولسوالۍ د پولیسو د بلوک قوماندان او یو بل پولیس وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.
د طالبانو ویاند د پیښې مسؤلیت منلی او په خپله ټویټر پاڼه یې لیکلي چې په پیښه کې یې د یاد قومندان په شمول ۴ پولیس وژلي او د تروریزم دمدیر په شمول یې ۲ تنه نور ټپیان کړي دي.

د یادونې وړ ده چې طالبان د دغه ولایت د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې پراخ فعالیت لري او وخت ناوخت پر دولتي قواوو بریدونه ترسره کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button