امرالله صالح د کابل د امنیتي چارو مشري په غاړه اخلي

عزم (شنبه، ۲۶ تله، ۱۳۹۹): وروسته له هغې چې کابل کې د وژنو، ترور او اختطاف پېښې بیخي ډیرې شوې د اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح وویل، چې نور د کابل امنیتي چارې دی پر مخ وړي.
نوموړي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: سر له نننه د ولسمشر غني په امر د څو اونیو له پاره د کابل امنیتي چارې مستقیماً په خپله مخ ته وړم.
هغه څرګنده کړې: «د امنیت د تامین او قانون پلي کولو په برخه کې زما قاموس د مصلحت او جنایتکار د بښنې لغت نلري».
دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې د کابل اوسېدونکي شکایت کوي چې وسله والې غلاوې او شکونې زیاتې شوي او د خلکو ژوند یې تنګ کړی.
خو صالح چې له رسمي وظیفو وړاندې خپله د زورواکانو او غاصبانو په ملاتړ تورن و، بیا وايي: د غلو، قانون ماتونکو، مجرمینو او غاصبینو لېست له وړاندې جوړ شوی او په چا هم رحم نه کیږي.
باید وویل شي چې څو ورځې وړانې د ارګ مشر اشرف غني هم په امنیتي غوډه کې وویل چې د کابل په پولیسو کې به اساسي تغیرات راشي.
بل لور ته د چارو شنونکي په دې اند دي، چې امرالله صالح هیڅ نوع امنیتي او حربي تجربه نلري؛ نو کله کولی شي د یو هېواد پلازمینه چې له څو ډوله امنیتي ګواښونو سره مخ ده، په امن کړي؟
دوی وایي: صالح یو سیاسي کس دی؛ او په امنیتي برخو کې هیڅ زده کړه نلري.
تر اوسه ارګ په دې اړه څه نه دي ویلي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button