د افغان نجلۍ ‘شربت ګلې’ عکس د خرڅلاو نړیوال ریکارډ جوړ کړ

عزم (شنبه، ۲۶ تله، ۱۳۹۹): په لویدیځې نړۍ کې د افغان نجلۍ په نوم د مشهورې شربت ګلې انځور په خرڅلاو کې نړیوال ریکارډ جوړ کړ.
یاد انځور چې پولنډ هېواد کې نندارې ته وړاندې شوی و، د بولۍ په سیستم پلورل شوی.
پولنډۍ دیسا یونیکوم کمپنۍ چې یاد انځور یې بولۍ ته وړاندې کړی و، وايي: دغه انځور چې د نېشنل جیوګرافیک مجلې د انځورګر سټیف مک کري په واسطه اخیستل شوی و، پولند کې یې ریکارډ جوړ کړ.
د خبر له مخې د شربت ګلې انځور په ۲۸۳۰۰۰ زلوتي پولنډیو چې له ۷۰۰۰۰ ډالرو ډېرې کېږي وپلورل شو.
ویل شوي چې یاد عکس په ټول پولنډ کې په لوړه بیه د پلورل کېدو ریکارډ جوړ کړ.
خو لا هم نه دي ویل شوي چې یاد انځور چا اخیستی دی.
باید وویل شي چې د شربت ګلې «افغان نجلۍ» انځور په ۱۹۸۵ کال د جون په ۶مه چې لا هم په افغانستان کې سختې جګړې روانې وې، پېښور کې هغه مهال د مکتب د یوې خیمې مخې ته د سټېف مک کري په وسیله واخیستل چې نوموړې ۱۲ کلنه وه.
دغه انځور د شربت ګلې د شنو سترګو او ژور لید له امله ډیر مشهور او د نېشنل جیوګرافیک نړیوالې مجلې په پښتۍ خپور شو.
له دې وروسته مک کري په ۲۰۰۲ کال کې شربت ګله له ۱۷ کاله لټون وروسته بیا وموندله، د هغې انځور یې واخیسته او مرکه یې ورسره وکړه.
شربت ګله که څه هم تر ډیره د رسنیو سرټکې وه؛ خو له رسنیو ورکه وه.
باید وویل شي چې شربت ګله د ننګرهار ولايت د پچيراګام ولسوالۍ د سپين غره د تورې بوړې اوسېدونکې ده، شپږ کلنه وه چي د پخواني شوروي اتحاد له لوري یې په بمبارۍ کي مور او پلار له لاسه ورکړه او له هغه وروسته د خپل ورور، درې خوندو او نېا سره د پېښور ناصر باغ ته کډه شوه او څو کاله وړاندې بېرته کابل ته له خپلې کورنۍ سره راغله.
هېره دې نه وي چې اوسمهال شربت ګله شاوخوا ۴۷ کاله عمر لري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button