شاهین اسمایي لوبډلې د فوټبال غوره لیګ اتلولي خپله کړه

عزم (شنبه، ۲۶ تله، ۱۳۹۹): په کابل کې د پیل شوي فوټبال غوره لیګ سیالیو پایلوبه شاهین اسمایي لوبډلې وګټله او اتلولي یې خپله کړه.
دغه لیګ چې د ۸ لوبډلو په ګډون پیل شوی و، پایلوبه یې پرون د جمعې په ورځ د کابل په فوټبال سټېډیوم کې د شاهین اسمايي او سیمرغ البرز ترمنځ وشوه، چې شاهین اسمایي لوبډله پکې بریالۍ شوه.
شاهین اسمایي چې وړاندې یې هم څلور ځله اتلولي ګټلې وه، د یو ګول په توپیر یې لوبه کې بریا خپله کړه.
په دغه لوبه کې شاهین اسمایي لوبډلې د کابل او سیمرغ البرز د شمال لویدیځو ولایتونو استازولي کوله.
باید وویل شي چې د افغانستان د فوټبال غوره لیګ هر کال په کابل کې د بېلابېلو لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي، چې د فوټبال ملي لوبډلې زیاتره لوبغاړي هم پکې برخه لري.
دغه لیګ د افغانستان تر ټولو مخکښ لیګ دی چې زرګونه مینه وال لري او د تلویزیون له څپو په ژوندۍ بڼه هم خپریږي.
د یاد لیګ اوسني نهم پړاو هم کابو ۲۰ ورځې په ژوندۍ بڼه خپرېده او لوبغالي ته کتونکي هم ورتلل.
بل لور ته ولسمشر غني هم شاهین اسمایي لوبډلې ته د بریا مبارکي ورکړې.
په ورته وخت کې شاهین لوبډلې خپله بریا د ټولو لوبغاړو د هڅو محصول ګڼلې او د مینه والو له ملاتړ یې هم مننه کړې ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button