قصد السبیل: لیکوال: حکیم الامت مولانا اشرف علي تهانوي رح،تسهیل او تشریح: مفتي محمد شفیع عثماني رح

 

ژباړن: م رحمت الله نړیوال
دریمه بـــــــرخه

دریمه لارښوؤنه
د دیني زده کړي کؤلو په بیان کې
کله چې مو د دوهمې لارښوؤنې سره سم د تېرو ګناهونو څخه توبه وایستله او د راتلونکي لپاره مو دا پخه اراده وکړه چې د الله ﷻ او د هغه د پېغمبر ﷺ د حکمونو بشپړه اهتمام کوي په دې کې چې څومره محنت،تکلیف یا دنیوي تاوان یا د خلکو ملامتیا راځي،زغمي یې،نو ښکاره ده چې دا کار د دین د ضروري علم حاصلولو پرته نسي کېدای؛ ځکه نو د ضرورت په اندازه د شرعي احکامو او مسائلو علم زده کؤل اړین دی،هغه که د کتابونو په لوستلو سره وي،که له علماؤو څخه د مسائلو په پوښتلو سره وي او که په لوست سره وي نو بیا که وغواړي په عربي کې دې یې ولولي یا فارسي،اردو او نورو سیمییزو ژبو کې دې د دین ضروري مسئلې ولولي،ددې کار لپاره په اسانه اردو ژبه کې(پښتو کې هم سته) د حضرت سیدي حکیم الامت تهانوي رح تصنیف 《بهشتي زیور》 او 《بهشتي ګوهر》 دې د یؤ عالم څخه درسًا ولولي او یا دې یې خپله مطالعه وکړي او همداسي دې د نوموړي رحمه الله رساله《صفائي معاملات》او《آداب معاشرت》او د 《مفتاج الجنة》دریم باب ولولي نو د دین د ورځني اړتیاوو لپاره ورلره بس دي،بیا چې کومې مسئلې زده کړي پر هغه دې د عمل کولو پخه اراده وکړي چې نفسي خواهشات او د خلکو ملامتیا یې د عمل پر وړاندې خنډ ونه ګرځي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: