بلخ کې د ملي اردو لوړپوړی قومندان ترور شوی

عزم(شنبه، ۲۶ تله ۱۳۹۹): نن سهار ۷ بجې شاوخوا د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د ملي اردو یو لوړپوړی قومندان د دوه موټرسایکل سپرو له لوري وژل شوی دی.

د بلخ ولایتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د بلخ مرکز ښار څخه ځینو ښاریانو رسنیو ته ویلي چې دوه موټرسایکل سپرو سهار ۷ بجې د ملي اردو یو افسر په ډزو و وژلو.

طالبانو د برید مسئولیت منلی، ویاند یې ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر اکاونټ لیکلي چې وسلوالو یې نن سهار د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ښار اړوند سیمه کې د ملي اردو یو قومندان(عبدالغفور ذاکر) وژلی دی.

په دې وروستیو کې د نورو ښارونو په څیر د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې هم هدفي وژنو زور اخیستی او وخت ناوخت پکې هدفي وژنې کیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: