بدخشان: طالبانو پراخه سیمه له دولتي عسکرو تصفیه او تر۲۰ زیات عسکر یې ژوندي نیولي

عزم(شنبه، ۲۶تله ۱۳۹۹):راپورونه وایي چې طالبانو د بدخشان ولایت په مرکز فیض آباد کې پرمختګونه کړي او د څو امنیتي پوستو په ګډون یې پراخه سیمه او ګڼ شمیر عسکر نیولي دي.
ځایی امنیتي چارواکي مني چې په یفتل بالا سیمه کې دوو پوستو سقوط کړی او یو شمیر محاصره عسکرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ترڅنګ ګڼ شمیر یې طالبانو ژوندي له ځانه سره وړي دي.
طالبانو بیا د دریو پوستو د نیول کیدو ترڅنګ ۲۵تنو پولیسو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده چې د بریدونو پرمهال یې ۲۳تنه عسکر ژوندي هم نیولي دي.


طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې د یادو پوستو په نیولو سره یې پراخه سیمه ترخپل کنترول لاندې راوستلې او په خبره یې چې ګڼ شمیر وسلې او مهمات یې هم له یادو پوستو ترلاسه کړي دي.


د یادونې وړ ده چې په دې ورستیو کې د دغه ولایت مرکز فیض آباد او یفتل ولسوالي ډیرو سیمو کې پر حکومتي منسوبینو د طالبانو لخوا د کلابندي کړۍ تنګه شوې او دولتي کسان نه شي کولای په ډاډ سره یوې او بلې سیمې ته ولاړ شي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: