لوګر کې هره میاشت په اوسط ډول له ۴۵ تر ۵۰ دولتي کسان طالبانو ته ورځي

عزم(شنبه، ۲۶ تله ۱۳۹۹): په دې وروستیو کې د دولتي منسوبینو د تسلیمي راپورونه ګرم شوي دي، هره ورځ بلا ناغه طالبان په یوه نه یوه ولایت کې د ګڼو دولتي منسوبینو د تسلیمي خبرونه خپروي.

د عزم یو تن همکار ته د طالبانو د لوګر ولایت د جلب او جذب او دعوت او ارشاد مسئول په دغه ولایت کې د دولتي منسوبینو د تسلیمي په اړه ویلي چې په دغه ولایت کې هره میاشت په اوسط ډول له ۴۵ تر ۵۰ دولتي منسوبین تسلیمیږي.

هغه ویلي همدا اوس مهال چې د عیسوي کال د اکتوبر میاشتې ۱۹مه ده ۲۷ دولتي منسوبین چې پکې اربکیان، عامه پولیس او د ملي اردو چارواکي شامل دي د کابل له ادارې رابیل شوي او دوی ته ورغلي دي.

دا یواځې لوګر نه دی بلکې په ټولو ولایتونو کې د بهرنیو ځواکونو وتلو او طالب مشر د عفوې پیغام دغه پروسه چټکه کړې ده او یواځې تیرو څو ورځو کې هلمند کې ۸۶تنه عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیم شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button