اشرف غني د سل ولسوالیو امنیه قومندانان په یو وار بدل کړي دي

عزم(شنبه، ۲۶ تله ۱۳۹۹): د اشرف غني ویاند صدیق صدیقي ویلي دي چې نن ماښام په سلام خانۍ ماڼۍ کې اشرف غني له هغو سل قومندانانو سره وکتل چې تازه د سل ولسوالیو لپاره امنیه قومندانان ټاکل شوي دي.

هغه ویلي له سلګونه هغو کسانو چې د ازادو رقابتي سیالیو له لارې یې سل تنه د یوې پروسې او ټولو جوانبو ته په کتو له لارې انتخاب شوي دي د امنیه قومندانانو په توګه وګومارل شول.

که څه هم غني په دې وروستیو کې ډیرې تبدیلیانې راوستې خو په یو وار دومره ستره او بې مخینې تبدیلي یې ساری نه لري.

د یادونې وړ دی چې ځینې سیاسیون د اشرف غني په ځینو ګومارنو ناخوښه دي او وایي چې تازه ګومارنو کې ټینګار پر جګړه خوښه کسانو کیږي او له همدغه مخه ګومارل کیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: