غزل: مات ژوند

ورانه وه که جوړه وه، مونږه ته را ورانه شوه
ستا د قسمت برخه هم زمونږه له ګرېوانه شوه

اوس مې ایله غوټې د زړه وڅپړې دردونو ته
درده ته هم راشه حوصله مې بې درمانه شوه

دومره بې وسي مې سترګو کې دښمن لیده
چېغه یې له ځمکې نه پورته تر اسمانه شوه

دومره شوې خونخواره د دوی لاس او پښې دې وخوړل
سوله هم جګړې ستا له نامه څخه پرېشانه شوه

زما په وینو ستا شمله هسکه شوه، قاتل مشره”
زما په خولو ستا ماڼۍ دنګه شوه، ودانه شوه

خپله خاور بل ته په خپل لاس لکه عزت ورکړي
دا د بې ننګي کېسه زما له خپل افغانه شوه

ګېډه ډکوي د خپل ګاونډ یتیم په مال باندې
کرکه مې لا زیاته د دې عصر له دې خانه شوه

سمسور

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: