مېل آنلاین: د اسدالله هارون سپین سرې مور له ګوانتنامو د هغه د خلاصون په تمه ده

عزم (شنبه، ۲۶ تله، ۱۳۹۹): مېل انلاین خپرونې په خپلې تازه ګڼې کې افغان بندي اسدالله هارون باندې لیکنه کړې، چې سپین سرې مور یې لا هم د راتګ لارې څاري.
خپرونې په ګوانتانامو زندان کې د همدې یوازیني افغان بندي په اړه لیکلي، چې: هغه بې ګناه دی، خو د خلاصون په اړه یې هیڅ هم نشي ویل کېدلی.
خپرونې لیکلي: «که څه هم له ګوانتانامو څخه لوړ پوړي طالب مشران او د نورو ډلو وسله وال هم د تړون په ترڅ کې ازاد شولو؛ خو اسدالله هارون چې کومه جنګي سابقه هم نلري او هیڅکله کوم جرم نه دی پرې ثابت شوی، لا هم هلته بندي دی».
د مېل انلاین خپرونې له مخې: د اسد هارون مور د ۱۳ کلونو تېرېدلو وروسته هم د خپل زوی د خوشې کېدو په تمه د هغه لارې ته ګوري؛ خو هیچا هم د هغې درد ته پام نه دی کړی.
خپرونې زیاته کړې: د یاد بندي مور فکر کوي، چې نور یې ذهن سم کار نه کوي او د زوی غم تر وروستي حده کمزورې کړې ده.
باید وویل شي چې اسدالله هارون د شاتو یو ازاد تجار و، چې ۲۰۰۶ کال کې ونیول شو او تر نننه په ګوانتانامو کې بندي دی.
امریکا په نوموړي تور پورې کړی چې نوموړی له حزب اسلامي سره اړیکه درلوده او د القاعده ډلې ملاتړ یې کاوه.
بل لور ته مېل انلاین د اسدالله هارون د مدافع وکیل کلیف سټیفوررډ سمېت خبرې راخیستې چې وايي: «ښاغلی هارون د یوازیتوب او ژور خپګان له امله کړیږي».
سمېت څرګندوي: هارون باندې هیڅ جرم نه دی ثابت شوی؛ خو سره له دې هم په زندان کې ساتل کیږي؛ ځکه د نړۍ ځواکمن کس د هغه غږ نه اوري.
ده وویل: له یوې موسسې سره یوځای هڅه کوم چې موکل مې خلاص کړم.
باید وویل شي چې د اسدالله هارون کورنۍ پېښور کې اوسیږي.
د کورنۍ غړي یې وایي: د نوموړي هغه لور چې ده ورسره ډیره مینه لرله، اسد نه دی لیدلی او یوازې د کور په خړو دیوالونو د هغه لږیدلي انځور ته ګوري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button