ریلیف ویب: افغانستان په نړۍ کې د زیاتو کډوالو لرلو له پلوه دریم هېواد دی

عزم (شنبه، ۲۶ تله، ۱۳۹۹): د ریلیف وېب خپرونې په یوه تازه لیکنه کې ویلي، چې افغانستان د نړۍ د زیاتو کډوالو له پلوه دریم هېواد دی.
د خپرونې په وینا: افغانستان کې بشري ناورینونه، لکه: زلزلې، سیلابونه، غر ښوییدنې، برفکوچونه، وچکالي، سیاسي شخړې او جګړې هغه څه دي، چې خلک یې له خپلو کورونو بې ځایه کېدلو او ان بهرنیو هېوادونو ته د تګ له پاره تیار کړي دي.
خپرونې وړاندې لیکلي: لا هم ۱۴ میلیونه افغانان چې زیاتره یې د داخلي بې ځایه کېدو او کډوالۍ له امله سخت غربت سره مخ دي، لومړنیو بشري مرستو او زیاتو کومکونو ته اړ دي.
ریلیف ویب څرګنده کړې: «افغانستان په نړۍ کې د کډوالو او داخلي بېځایه شویو د زیات شمېر له پلوه دریم هېواد دی، چې نږدې ۵.۶ میلیونه کسانو پکې خپل کورونه له لاسه ورکړي.
خپرونې زیاته کړې: له یوه پلوه کرونا ده، بل لور ته ایران او پاکستان نه ګڼ شمېر کډوال افغانستان ته ستنیږي او جګړې هم نه دي کرارې شوې، چې د بې ځایه کېدونکو په شمېر کې یې زیاتوالی رامنځته کړی دی.
د لیکنې لیکوال په هلمند کې د تازه جګړو له امله شاوخوا ۳۰ زره بې ځایه شویو خلکو ته هم پام ور اړولی، چې ښایي له سخت وضعیت او بشري ناورین سره مخ وي.
ریلیف ویب د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو د چارو وزارت د ویاند عبدالباسط انصاري خبرې هم راخیستې، چې وایي: د جګړو او بشري ناورینونو له امله د بې ځایه کېدونکو شمېر ورځ تر بلې ډېرېدونکی دی چې حکومت یې په اړه اندېښمن دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button