روزګان: د ترین‌کوټ ولایتي روغتون لا هم ګڼې ستونزې لري

عزم (‌‌‌‌‌یکشنبه، ۲۷، تله، ۱۳۹۹ل): د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان جوړونې معین بشیر نورمل وايي، د روزګان د ترین‌کوټ روغتون یې له نږدې لیدلی او دغه روغتون لا هم ګڼې نیمګړتیاوې او ستونزې لري.

د نورمل په خبره، د ترین‌کوټ ولایتي روغتون د اوبو څښلو سیستم، مرکز ګرمۍ، سپټیک څاه، د هوا د تصفیې سیستم، اکسیجن سیستم، د برېښنا د تولید، د روغتون د روښانه کولو، د ودانۍ نه معیاري توب، د ولایتي روغتون د احاطې د دېوال نیمګړتیاوې او د ځینو اړینو څانګو د روغتیايي کارکوونکو نشتوالی یې بنسټیزې ستونزې دي.

دی وايي، د دغه روغتون مسوولینو ته یې ډاډ ورکړی، چې ټولې ستونزې به یې په کابل کې له چارواکو سره شریکې کړي.«د روغتیایي پرسونل پرکمښت سربېره، د درملو، طبي او غیر طبي مصرفي توکو کمښت چې د روغتیایي خدمتونو د پلي کوونکې موسسې له‌خوا باید برابر شي، د دې موسسې د ادارې چارواکو له‌خوا ولایتي ټیم ته د واک نه ورکول، د روغتیایي کارکوونکو لپاره د روزنې د برنامو نه شتون، د روغتون ساتنې او پاملرنې ته نه پاملرنه، د روغتیایي تسهیلاتو نه شتون د روزګان لویې روغتیايي ستونزې دي.»

نوموړی وايي، له بده‌مرغه په تېرو ۱۹کلونو کې روزګان ته هېڅ پام نه دی شوی او د دغه ولایت خلک د عادي ناروغیو د درملنې لپاره هم اړ دي، چې کندهار ولایت او یا هم کابل ته ولاړ شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button