کندهار کې د ۱۱۹کانالونو د جوړولو چارې پیل شوې

عزم (‌‌‌‌‌یکشنبه، ۲۷، تله، ۱۳۹۹ل): د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، د ۹،۲۵۸مېلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د ډهلې له بنده ۱۱۹کانالونو د جوړولو چارې پیل شوې دي.

د دغه وزارت چارسمبالی وزیر مجیب الرحمن کریمي وايي، د کرنیزو ځمکو خړوبولو په موخه ۱۱۹کانالونه جوړېږي، چې ارغنداب، ژېړۍ، ډنډ، شاه‌ولي‌کوټ، دامان، پنجوايي او میوند ولسوالیو کې به یې چارې پیل شي.

«د دې ۱۱۹ کانالونو په مټ به ۴۰ زره هکتاره للمي ځمکه او ۴۶  زره نوره شاړه ځمکه د منظم اوبه خور تر سیستم لاندې راشي،  ۱۲۲۱۵ کسانو ته به دایمي کار پیدا شي او ۱،۲ ېيلیونه خلک به ترې ګټه اخلي.»

د کریمي په خبره، د دې پروژو سربېره سږ کال په کندهار  کي ۲۴۷ پرمختیايي  پروژې بشپړې شوي او د ۴۰۹ مېلیونه افغانیو په  ارزښت د اوبو رسولو ۱۳۶ پروژې پیل شوې دي، چي ۷۱ هغه یې بشپړي شوې دي او د ۶۵ پروژو چارې روانې دي. «د سړک جوړولو په برخه کې سږ کال د ۲۲ پروژو په لړ کي په کندهار ښار او ولسوالیو کي د ۳۳۳ مېلیونه افغانیو په ارزښت ۱۵۰ کیلومتره کلیوالي سړکونه هم جوړ شوي دي.»

د یادونې  وړ ده، چې  د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام  له لوري د پنجوايي، سپین بولدک او تخته پل ولسوالیو کې  ۱۵۴  پروژې  بشپړې شوې  او د یو میلیارد افغانیو په ارزښت د ۷۳۲ پروژو تدارکاتي چارې رواني دي. د دې ترڅنګ په کندهار کې  د ۱۲۴ ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړېدو چارې پيل شوې، چي له ډلې یې د  ۶۰  ښوونځيو د  ودانیو چارې بشپړې شوې دي.

د کندهار ځايي خلک وايي، د حکومت له لوري پیل شوې پروژې ژر نه بشپړېږي او ګڼې ترسره شوې پروژې هم له یو کال څخه ډېر عمر نه کوي او ژر له منځه ځي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button