ولسي خلکو ته د امرالله صالح خبرداری؛ بې اسناده موټر قانوني کړئ، کنه نیسو یې

عزم(یکشنبه، ۲۷تله ۱۳۹۹):په داسې حال کې چې د حکومت په ټولو برخو کې پراخ فساد شتون لري او له ارګ نیولې بیا تر ټولو دولتي ادارو پورې ، په یوه نه؛ یوه ډول مالي فساد کې ښکیلې دي؛ تازه د اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح په یوه بې ساري ګام کې ولسي خلکو ته خبرداری ورکړی چې باید خپلو بې اسنادو موټرو ته اسناد جوړ کړي او دولت ته مالیه تحویل کړي، کنه نو موټر یې ترې مصادره کیږي.

نوموړي ویلي نیول کیدونکي بې اسنادو موټر پولیسو حواله کړي او یا به یې هم تر څه مودې وروسته قانوني کړي او د وژل شویو عسکرو کورنیو ته به یې وسپاري.

امرالله صالح نه دي ویلي چې د پارلمان د وکیلانو، لوړپوړو دولتي چارواکو او نورو مشرانو وسائط هم تر دې حکم لاندې راځي او که یواځې پر عامو ولسونو د تطبیق وړ ده.
د شنونکو په باور، امرالله صالح په دې توګه له یوې خوا غواړي خپل اړوند ټیم کې ځان ته ارزښت پیدا کړي او له بل لوري له ولسي خلکو د تیر په څیر په یوه بل نوم پیسې وشکوي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button