زابل کې د پستې پر ۴۵۷جریبه ځمکه سوداګریز بڼونه جوړېږي

عزم (‌‌‌‌‌دوشنبه، ۲۸، تله، ۱۳۹۹ل): د زابل د کرنې ریاست مسوولین وايي، د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې«NHLP» په همکارۍ د دغه ولایت په مرکز کلات، شاجوی، شهر صفا او شینکۍ ولسوالیو کې ځمکوالو او بڼوالو ته د پستې ۴۵۷جریبه ځمکه سوداګریز بڼونه جوړوي.

د یاد ریاست مسوولین وايي، د پستې د بڼونو د جوړولو په موخه یې بزګرانو ته ۱۰۵اوبو درې زره لیټره ټانکۍ، ۶۰متره یو اینچ پایپ او ۱۸۰متره جال ورکړی شوی دی. «هغو بڼوالو او ځمکوالو ته چې د پستې سوداګریز بڼونه ورته جوړېږي د پستې د نیالګیو پیوند، د ځمکې ډیزاین او نقشې او همدا راز د پستې بڼونو جوړولو اړوند اړینې لارې چارې په عملي او نظري ډول وښودل شي.»

په زابل کې د پستې سوداګریز بڼونه په داسې حال کې جوړیږي، چې تر دې وړاندې هم د زابل د کرنې ریاست له خوا په دې ولایت کې د پستې یوشمېر بڼونه جوړ شوي و، چې د دغو بڼونو ښې پایلې نور کروندګر هم وهڅول، چې په خپلو ځمکو کې د پستې بڼونه جوړ کړي.

باید وویل شي، چې پسته په افغانستان کې یو له مهمو اقتصادي نباتانو څخه ګڼل کیږي، چې د یوشمېر هېوادوالو د اقتصاد لویه برخه جوړوي.

بادغیس او سمنګان د هېواد هغه ولایتونه دي، چې په پراخه اندازه پکې د پستې بڼونه او ځنګلونه شته او هر کال له یادو ولایتونو سلګونه ټنه پسته راټولېږي، چې د کورنیو بازارونو ترڅنګ نړیوالو بازارونو ته هم صادرېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: